د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

مسکو: پر روسیې د بندیزونو لګول به بې ځوابه پاتې نه شي


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل؛ روسیه به د بندیزونو او ګواښونو لهجې ونه مني او که چېري عملي شي، بې ځوابه به پاته نه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي؛ اروپایي اتحادیې بې حده ورانوونکې دریځ غوره کړی او د ویزو د آزادولو او د یوه نوي اساسي تړون د لاسلیک په ګډون؛ په ډېرو برخو کې له روسیې سره همکاري نه کوي.

اروپایي اتحادیي ویلي، که چېرې د روسیې حکومت په څو راتلونکو ورځو کې له اوکرایني چارواکوسره خبرې پیل نه کړي؛ دوی به د شتمنیو قیدولو او د روسیې د حکومتي چارواکو پر سفرونو د بندیزونو لګولو په اړه غور وکړي.

د مسکو پولیس وایي، له پنځه شپیتو زروڅخه زیاتو کسانو د جمعې په ورځ سینټ باسیل کلیسا ته نږدې لاریون وکړ او د روسیې د بېرغونو په رپولو سره یې په کریمیا کې له روسي پلویو چارواکو سره چې غواړي؛ له روسیې سره یو ځای شي، خپل پیوستون څرګند کړ. دا کسان د کریملین دېوال ته نږدې دمه شول او شعارونه یې ورکول چې؛ موږ یو یوو.

د ویرا په نامه یوې لاریون کوونکې وویل:

"د کریمیا ټول اوسیدونکي ځانونه روسان بولي. دوی له اوږدې مودې راهیسې غواړې چې د روسیي تابعیت تر لاسه کړي او دا ځکه دوی نه دي خوښ چې ډېر پخوا کریمیا له روسیې څخه جلا شوې وه."

د کریمیا پارلمان د پنجشنبې په ورځ رایې ورکړې چې؛ دا سیمه دې له روسیې سره یوځای شي او دا مساله به د مارچ په۱۶ مه ټولپوښتنې ته وړاندې شي.

په عین حال کې د اوکراین صدراعظم ارسیني یاتسینوک وویل؛ د هغې په اصطلاح ټولپوښتنې نتیجې به ونه مني چې؛ غواړي کریمیا له روسیې سره یو ځای کړي:

"په متمدنې نړۍ کې به هیڅوک د هغې په اصطلاح ټولپوښتنې نتیجې په رسمیت ونه پیژني چې؛ د دغو په اصطلاح چارواکو له خوا تر سره کیږي."

یاتسینوک دغه راز وویل، اوکراین له روسیې سره خبرو ته چمتو دی؛ خو په دې شرط چې مسکو باید خپل عسکر له کریمیا څخه وباسي او د بېلتون غوښتونکو او تروریستانو ملاتړ بند کړي.

د روسیې د ولسي جرګې یا دوما او مشرانو جرګې رییسانو د جمعې په ورځ د کریمیا د پارلمان له رییس ولادمیر کونستانتینوف سره وکتل.

د دوما رئیس سرګې ناریشکین له کتنې وروسته وویل؛ د روسیې ولسي جرګه به د کریمیا د تاریخي انتخاب درناوی وکړي.
XS
SM
MD
LG