د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۴۶

"پاکستان ښايي په مارچ کې د طالبانو پرضد پراخ عمليات پيل کړي"


د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف وايي، هېواد يې ښايي د روانې مياشت په اوږدو کې د افغانستان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې د وسله والو پاکستاني طالبانو پرضد پراخ عمليات پيل کړي.

رويټرز خبري اژانس د پاکستان د دفاع وزير په حواله ليکلي، که چېرې پاکستاني وسله وال طالبان د اوربند پابندي ونه کړي، نو حکومت به په قبايلي سيمو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو په بمبارۍ او يا دې سيمو دې د پوځ په استولو دوه زړى نه شي.

خواجه اصف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي، چې پاکستاني وسله والو طالبانو د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان له حکومت سره يو مياشتنى اوربند اعلان کړى او ددې ډلې مشر ملا فضل الله خپلو ټولو ګروپونو ته امر کړى، چې په دې موده کې دې له هر ډول جهادي فعاليتونو ډډه وکړي.

خواجه اصف په اسلام اباد کې پر يوې ځايي محکمې بريد ته په اشاره رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي:

" د وسله والو طالبانو له خوا نيمګړى اوربند د منلو وړ نه دى، که چېرې دوى په رښتيا اوربند اعلان کړى وي، نو بايد بشپړ اوربند وي او په عملي توګه يې پلى کړي."

د روانې مياشت په درېيمه نېټه د پاکستان په پايخت اسلام اباد کې نامعلومو وسله والو پر يوې ځايي محکمې ډله ييز وسله وال بريد کړى و، چې په ترڅ کې يې د يوه جګپوړي قاضي او ٧ ښځينه او نارينه مدافع وکيلانو په ګډون ١١ تنه وژل شوي او تر ٢٠ زيات ټبيان شوي وو.

رويټرز خبري اژانس همداراز د پاکستان د دفاع وزير په حواله ليکي، چې که چېرې په دې هېواد کې ترورېستي پېښې روانې وي، نو د وسله والو پرخلاف به د عملياتو پريکړه مياشتې نه، بلکې د همدې مياشتې په اوږدو کې وشي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د روان کال د جنورۍ په ٢٩ مه نېټه پاکستاني وسله والو طالبانو ته د سولې د خبرو اترو وړانديز وکړ او د همدې هدف لپاره يې يوه څلور کسيزه کومېټۀ هم جوړه کړه، چې د وسله والو پاکستاني طالبانو له استازيو سره يې څو ملاقاتونه وکړل او د سولې خبرې يې پيل کړې.

خو دا خبرې هغه مهال د ځنډ ښکار شوې، چې وسله والو طالبانو هغه ٢٣ برمته شوي پاکستاني سرتېري ووژل، چې د ٢٠١٠م کال په جون کې يې د افغانستان پولې ته څېرمه د مومند ايجنسۍ له يوې امنيتي پوستې څخه تښتولي وو.

که څه هم پاکستاني وسله والو طالبانو د روانې مياشت په ٣مه نېټه په اسلام اباد کې پر محکمې د بريد په اړه ناخبري ښودلې وه او ددې بريد مسووليت د "احرار الهند" په نامه وسله والې ډلې منلى و، خو د پاکستان حکومت وايي چې وسله وال طالبان دې نه يواځې ددې بريد غندنه وکړي، بلکې مسوولين دې يې هم ورپه ګوته کړي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG