د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۴۰

احمد: نړيوالې مبارزې د قبيلوي اسلام ضد جګړې بڼه اخيستې


اکبر احمد
د پاکستان پخوانى دیپلوماټ او د واشنګټن په امریکن پوهنتون کې د اسلامي علومو استاد اکبر احمد له ازادۍ رادیو سره د پاکستان پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو د حملو،د بلوچستان د وضیعت،او د افغانستان او پاکستان د راتلونکې په اړه خبرې کړي دي.

نوموړی په خپل کتاب (اغزي او ډرون ) کې ویلي چې د سخت دریځۍ پر ضد د امریکا نړیواله مبارزې اوس د قبایلي اسلام پر ضد د جګړې بڼه غوره کړې ده.

اکبر احمد په دې اړه چې ولې داسې فکر کوي چې د امریکا په مشرۍ د تروریزم ضد جګړه اوس د قبایلي اسلام پر ضد مبارزه ده ،وايي دا موضوع همداشان درک شوې ده په ځانګړې ډول د قبایلي سیمو د اوسیدونکو لخوا .

نوموړی چې پخوا په یو شمیر لویدیځو هیوادونو کې د پاکستان سفیر هم پاتې شوى او دا مهال په واشنګټن کې د امریکن پوهنتون د اسلامي چارو استاد دی وايي که تاسو هغو سیمو ته چې بې پیلوټه الوتکې پرې حملې کوي پام وکړی نو درته به معلومه شي چې ټولې قبایلي ټولني په نښه کیږي .

هغه که د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله باندې پراته پښتانه دي،که یمن دی،او که سومالیا.

اکبر احمد وايي که څه هم چې متحده ایالاتو او ناټو په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بیارغونې یو څه کارونه کړي خو له خلکو سره اوس دا ذهنیت جوړ شوی دی چې امریکا د قبایلي اسلام پر ضد مبارزه کو ي او د نوموړي په وینا همدې ته په پام سره په پاکستان او افغانستان کې امریکا ضد احساسات او کرکه زیاته شوې ده.

د قبایلي سیمو زیات شمیر اوسیدونکي د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې کیږي او د القاعده او طالبانو غړي په نښه کوي،ملاتړ کوي خو سیاسي ګوندونه بیا د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو څخه د سیاسي وسیلي په توګه ګټه اخلي .

په دې اړه اکبر احمد وايي د ډرون حملو پر وړاندې عکس العملونه بدلیږي او دا سمه ده چې سیاسي ګوندونه له دې مسلې څخه سیاسي ګټه پورته کوي خو په قبایلي سیمو کې بیا دا موضوع یو څه مبهمه ده هغه خلک چې د تاوتریخوالي د بندیدو غوښتونکي دي هغوي په دې فکر دي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د وسله والو د ځپلو لپاره یوه غوره او چټکه لار ده.

نوموړي په دې اړه چې ایا د القاعده شبکې د ايډیالوژۍ او د قبایلي سیمو د خلکو ترمنځ کومه اړیکه شته او که څنګه،وویل دا یوه لویه خطا ده چې څوک القاعده له قبایلو سره برابره کړي.

اکبر احمد وايي دی فکر نه کوي چې پر پښتنو قبایلو دې هغو خلکو چې له نورو هیوادونو ددوي سیمو ته راغلي ،اغیز کړی وي.

د هغه په وینا پښتانه قبایل له هغو خلکو سره چې ددوي په ژبه نه پوهیږي او کلتور يې هم سره توپیر لري ،یو ځای کول اشتباه ده.

د پاکستان د راتلونکې په اړه دغه پخواني پاکستاني دیپلومات ویلي. دی د پاکستان په اړه ډیر اندیښمن دی .

د اکبر احمد په وینا پاکستانیان د قبایلو په اړه داسې فکر کوي چې ګواکې هغوي ټول ،وسله وال،القاعده او یا طالبان دي او همدې ته په پام سره باید قبایل وځپل شي او یا له مینځه لاړ شي.

دا چې بلوچستان ایالت له پاکستان څخه د بیلیدو په لور روان دی او که څنګه اکبر احمد وايي د بلوچستان له خلکو سره ډیر بد چلند شوی دی.

بلوچ کله کله د پاکستان دوهمه درجه اتباع بلل کیږي او له پاکستان څخه د بلوچستان د جلا کیدو حرکت چټک شوی دی.

خو د نوموړي په وینا په اتیایمه لسیزه کې په بلوچستان کې دا نظریه نه وه بلکه اکثرو بلوچانو د پاکستان په نقشه کې د خپلو حقونو غوښتنه کوله.

اکبر احمد زیاتوي که بلوچان په تیزې سره د پاکستان د اصلي ټولنې برخه نشي نو ورځ تر بلې به له بلوچانو سره دا پوښتنه پیدا کیږي چې ایا دوي د پاکستان د ولس برخه دي او کنه.

دغې پخواني پاکستاني دیپلوماټ ویلي پاکستان باید په دې پوه شي چې بلوچستان د یوه خپلوکه او ازاده هیواد په توګه ښه پرمخ تللی شي .بلوچستان ساحلي ایالت دی ،طبیعي زیرمې لري او همدې ته په پام سره له بلوچستان پرته د پاکستان بقا سخته ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د راتلونکې په باب اکبر احمد وايي:

کلتوري،تاریخي،او قبیلوي نزدیوالي ته په پام سره افغانستان او پاکستان باید په خپلو کې ګډه همکاري وکړي او دا باید درک کړي چې د یوه په غښتلتیا کې د بل قوت نغښتی دی.
XS
SM
MD
LG