د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۰۹

د افغان پوځيانو عمده وژونکي بمي وسيلې دي


واشنګټن پوسټ:

د امريکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپانې په خپله وروستۍ ګڼه کې ليکلي، د افغان سرتېرو ډېر وژونکي ماينونه او نورې ابتدائيه بمي وسيلې دي، چې وسلوال طالبان ورڅخه کار اخلي.

واشنګټن پوسټ ليکي، د امريکا او ائتلاف قواوو د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او تجهيز لپاره په مليارډونو ډالره لګولي، خو له دې سره- سره افغان پوځيان ونه توانېدل پر خپل عمده دښمن چې منفجره وسيلې دي، بريا ترلاسه کړي.

ورځپاڼه زياتوي، په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې هڅې له څو ستونزو سره مخامخې دي، يو په اردو کې بېسوادي او بله تر ټولو مهمه مسئله د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون دى، چې ولسمشر کرزي يې له لاسليک ډډه کړې ده.

واشنګټن پوسټ ليکي، هغه بمي وسيلې چې په افغانستان کې کارول کېږي، تر هغو بمي وسيلو چې په عراق کې د امريکايي سرتېرو پرضد کارول کېدلې، پرمختللې نه دي، خو دغه وسيلې بيا هم د افغانستان پوليسو او سرتېرو ته زيات تلفات اړوي.

د ورځپاڼې په حواله، په افغانستان کې دغه بمونه، له ډبليو، بېرلو (بېلرونو)، ډبو او نورو موادو جوړېږي.

ورځپاڼې د ځينو امريکايي چارواکو خبرې رااخيستي چې ويلي يې دي، دغه منفجره وسيلې د افغان سرتېرو د ٨٠ فيصده وژنو مسوولې دي.

که څه هم په دې برخه کې دقيق ارقام نه شته، خو چارواکي وايي پوليسو ته له دې درکه تر دې زيات تلفات اوړي.

ورځپاڼې د يوه امريکايي منصبدار نظر هم رااخيستى چې ويلي يې دي، په وروستيو شپږو مياشتو کې د دغو منفجره وسيلو د شنډولو لپاره ٣٢٧ ډلې جوړې شوي.

د دفاع وزارت د وياند په حواله، افغان ځواکونه دا مهال د ورځې له ٥٠ تر ٨٥ پورې بمي وسيلې شنډوي.

لاس انجلس ټايمز:

د امريکا چاپ بلې ورځپاڼې لاس انجلس ټايمز په خپله وروستۍ ګڼه کې د امريکايي ځواکونو په يوه هوايي حمله کې د افغان سرتېرو پر وژل کېدو تبصره کړې ده.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، په داسې يوه وخت کې چې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړيکې خړې پړې دي، د امريکا د يوې بې پېلوټه الوتکې په بريد کې د پنځو افغان سرتېرو وژنې، وضعيت نور هم خراب کړى دى.

که څه هم امريکايي چارواکو د دې پېښې له کبله بخښنه غوښتي او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي ښوولې، خو ولسمشر کرزي ويلي، چې د دې پېښې په اړه به څېړنې وشي.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه زياتوي، د امريکايي ځواکونو په هوايي حملو کې د افغان سرتېرو او ملکيانو وژنه کومه نوې خبره نه ده، خو افغان پوځي چارواکي وايي، چې د وسلوالو طالبانو پرضد په عملياتو کې د امريکا هوايي ملاتړ ته اړتيا لري، ځکه د دوى په خبره د افغانستان اردو خپل هوايي ځواک نه لري.
XS
SM
MD
LG