د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۰

نریمان: د روان میلادي کال له پیله د پولیو ۳ مثبتې پیښې ثبت شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د پولیو ۳ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د دې وزارت مسولين وايي، چې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ اکثره پیښې په هغو ولایتونو کې لیدل شوې دي چې له پاکستان سره سرحد لري.

په عین حال کې یو شمېر روغتیایي کارپوهان وايي، چې د نړېوالې ټولنې له ډيرو مرستو سره سره بیا هم د افغان حکومت له لوري په دې برخه کې ګټور کارونه نه دي شوي.

په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د تیرو کلونو له هڅو سره سره بیا هم د عامې روغتیا وزارت د پولیو څو مثبتې پیښې ثبت کړي دي.

د دې وزارت د عامه اړیکو سلاکار عبدالصبور نریمان ازادۍ راډيو ته وویل، چې د ۲۰۱۴ کال له پیل څخه تر اوسه د پولیو درې مثبتې پیښې په لغمان، کونړ او بدخشان کې رامنځ ته شوي.

نوموړي وویل، چې د پولیو اکثره پیښې په هغو ولایتونو کې لیدل شوي چې له پاکستان سره ګډ سرحد لري:

″تر ډيره علت دا لیدل کیږي، چې په پاکستان کې له ۲۰۱۲ کال را په دې خوا د پولیو هیڅ ډول کمپاین نه دی تطبیق شوی او یو شمېر مهاجرتونه هم د دې سبب شوی چې د پولي له اخوا څخه افغانستان ته دغه ناروغۍ انتقال شي.″

تردی مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې د کابل په خیرخاني سیمه کې یوه څلور کلنه انجلۍ د پولیو په ناروغۍ اخته شوې ده.

خو د دې نجلۍ کورنۍ بیا دا مساله رد کړه او ویل يي، چې پاکستاني ډاکټرانو له معاینانو وروسته ورته ویلي چې لور یې د ګوزڼ هیڅ ډول ویروس نه لري.

افغان حکومت که څه هم په تیرو ۱۲ کلونو کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره بېلابېل کمپاینونه ترسره کړي، خو د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي، چې د عامې روغتیا وزارت کارونه موثر نه وو.

د کابل ښار دوه تنو اوسیدونکو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د عامې روغتیا وزارت باید د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ګټور ګامونه واخلي:

″په تیرو څو کلونو کې چې دغه کمپاینونه تر سره شوې دي، موږ يې کومه ګټه نه ده لیدلې، تر اوسه پورې ګوزڼ پيښې نه دي کمې شوي، موږ له دولته غواړو چې خپل پروګرامونه جدي کړي.″

″هیله مند یو چې افغان حکومت د پولیو د له منځه وړلو لپاره خپل تبلیغات ډير کړي، ترڅو خلک د دې ناروغۍ د خطرونو په اړه پوه شي او د دغه ناروغۍ ریښې باید ختمې شي.″


د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین تطبیق په افغانستان کې له ۱۹۷۷ کال نه پیل او تر اوسه دوام لري.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، نا امني او د وسله والو مخالفانو ګواښونه هم په ځنیو مواردو کې د دې سبب کیږي چې په لیرو پرتو سیمو کې ماشومان له واکیسنه بې برخې شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم تل له وسله والو طالبانو غوښتي چې د واکسین د تطبیق مخنیوی ونه کړي.

په عین حال کې یو شمېر ډاکتران بیا انتقاد کوي، چې د نړېوالې ټولنې له بې شمېره مرستو سره سره بیا هم افغان حکومت د دې توان نه لري چې په دې برخه کې جدي مبارزه وکړي.

د وهاج خصوصي روغتون مشر ډاکټر محمد هاشم وهاج ازادۍ راډيو ته په دې اړه وویل:

″ضعيفه اداره، اداري فساد، ټول د دې سبب شوی چې کارونه په سمه توګه پرمخ نه ځي، په داسې حال کې چې له نړېوالې ټولنې څخه د پولیو په نامه هرکال په میلیونونه ډالر اخیستل کیږي، باید چې اوس په دې برخه کې د پام وړ تغیرات رامنځ ته شوې وای، خو دا چې اداري ټولې مفسیدې دي اوسه پورې نه دي توانیدلي چې کار وکړي او دغه ناروغۍ له منځه لاړې شي.″

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د دوي کارونه ګټور و او په تیرو درېیو کلونو کې توانیدلي چې د پولیو ۸۰ مثبتې پیښې څوارلسو ته را کمې کړي.

دا وزارت وايي، هر کال نږدې اته میلیونه ماشومان د ګوزڼ د ناروغې په وړاندې واکسینوي چې له امله یې د ګوزڼ یا پولیو پیښې لږې شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له قومي مخورو او ملا امامانو غوښتي چې په ناارامو ولايتونو کې د واکسينولو د لړۍ د پوره برياليتوب لپاره هڅې وکړي.

افغانستان تر نایجریا، هند او پاکستان وروسته د نړۍ څلورم هېواد دی چې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پیښې په کې ډیرې لیدل کیږي.

راپور: ناجیه ″ساپۍ″
XS
SM
MD
LG