د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۰۲

اوباما په څه ډول افغان بايلونکې جګړه ژغورلای شي؟


فارن پاليسي خپرونې په دې باب چې ولسمشر بارک اوباما په څه ډول د افغانستان بايلونکې جګړه ژغورلي شي، ليکنه چاپ کړې.

خپرونه په دې برخه کې د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي او امريکا اختلاف او د امنيتي موافقې د نه لاسليکولو يادونه کړې چې؛ په نتيجه کې يې ممکن له افغانستانه ټول نړېوال ځواکونه ووځي او د افغانستان د تېرو ۱۳ کلونو برياوې له خطر سره مخامخ شي.

فارن پاليسي وايي، اوباما په دې په قار دی چې؛ کرزي د امريکا د جګړې هلې ځلې پېچلې کړي او هره مساله يې د کورنيو مقاصدو لپاره سياسي کړې ده.

فارن پاليسي وايي، چې دقيقاً دې ته ورته تور پر ولسمشر اوباما هم لګېدای شي.

فارن پاليسي د افغانستان د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د يادونې په ترڅ کې ليکلي چې امکان شته چې دا انتخابات په يوه ناورين بدل شي.

د فارن پاليسي له ليکنې سره سم د افغانستان د ولسمشرۍ د يوولس کانديدانو په مرستيالانو کې لږترلږه شپږ تنه جګړه ماران دي.

د دې نشريې په وينا د بشري حقونو ډلې اندېښنه لري چې افغانستان به بېرته په شا لاړ شي.

نشريه د افغانستان د مشکلاتو د زياتېدو د بېلګې په توګه وايي چې کانګريس افغانستان ته د مرستو په ورکولو کې له سختۍ کاراخلي.

فارن پاليسي په پاي کې وايي چې د امريکا متحد ايالتونه بايد خپلې پاليسۍ داسي تنظيم کړي چې په افغانستان کې له انتخاباتو وروسته ګټو باندې تاکيد وشي، او د ګڼو چلينجونو په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي څو ښه راتلونکې ممکنه شي.

وال ستريټ ژورنال ورځپاڼې د زلمي رسول په ګټه له کانديداتورۍ څخه د قيوم کرزي د تېرېدو په اړه ليکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، چې د زلمي رسول په ګټه له کانديداتورۍ څخه د قيوم کرزي تېرېدا راي ورکوونکو ته دا قوي پيغام لرلي شي چې د افغانستان ولسمشر غواړي چې زلمي رسول يې ځاي ونيسي.

وال ستريټ ژورنال دغه راز ليکي، سره له دې چې ولسمشر حامد کرزي په ځلونو ويلي چې د هيڅ کانديد ملاتړ نه کوي او ځان به له دې مسلې لېري ساتي خو داسي ښکاري چې زلمي رسول د ارګ نژدې کس وي او دي به د برياليتوب په صورت کې هغه څوک وي چې د اوسني او نوي حکومت په يوه نه يو شکل ادامه وي.
XS
SM
MD
LG