د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۴

د پاکستاني طالبانو استازيو له نواز شريف سره وکتل


د پاکستاني وسله والو طالبانو له خوا ددې هېواد له حکومت سره د سولې د خبرو اترو لپاره د ټاکل شوې کومېټې غړيو ددې هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره وکتل او د مذاکراتو د روانې لړۍ په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

د طالبانو استازيو د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف او ددې هېواد د کورنيو چارو له وزير سره وکتل او د طالبانو له خوا د اعلان کړى شوي اوربند په ګډون يې ورسره په يو لړ نورو مسئلو خبرې کړي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د پاکستان د صدراعظم نواز شريف د دفتر له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميه کې راغلي دي، د حکومت او د طالبانو کوميټې دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، موږ په پاکستان کې سوله غواړو او ددې لپاره به خپلو هڅو او هلوځلو ته دوام ورکړو.

له صدراعظم نواز شريف سره د طالبانو د استازيو تر کتنې وروسته د حکومتي کومېټۍ د همغږۍ مسوول عرفان صديقي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د مذاکراتو لومړى پړاو په برياليتوب سرته ورسېد او اوس د پرېکړو کولو وخت رارسېدلى دى:

"د مذکراتو لومړي پړاو ښې پايلې درلودې او هغه دا چې دواړو لوريو د اوربند اعلان کړى دى او تراوسه پورې کومه بده پېښه نه ده رامنځته شوې. اوس مذاکرات مهم پړاو ته ننوتي او د پرېکنده پرېکړو کولو وخت راغلى دى، موږ له صدراعظم نوازشريف څخه وغوښتل، چې په حکومتي کومېټې کې داسې کسان شامل کړي، چې پرېکنده پرېکړې پر وخت او زر وکړاى شي."

د طالبانو د کومېټې غړي او د حقانيې مدرسې بنسټګر مولانا سميع الحق له نواز شريف سره تر کتنې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل، صدراعظم نواز شريف ورته ډاډ ورکړى چې له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې اترې روانې وساتي.

نوموړي يو ځل بيا پر دې خبره ټينګار وکړ، چې وسله والو طالبانو په پاکستان کې له وروستيو ترورېستي پېښو ناخبري ښودلې ده او په خبره يې، حکومت دې ددې بريدونو مسوولين پيدا کړي:

"موږ به په نزدې راتلونکي کې وزيرستان ته لاړ شو او هلته به له طالبانو دې خبرې سپيناوى وغواړو، چې په دې هېواد کې په وروستيو کې بريدونو کې څوک لاس لري؟ کېداى شي په راتلونکيو کې د خبرو اترو په لړۍ کې ځينې باريکې خبرې هم رامنځته شي، خو دواړه لوري بايد حوصله وکړي او خبرې له ناکامۍ سره مخ نه کړي."

نوموړي هم پردې خبره ټينګار وکړ، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې مهم پړاو ته ننوتي، اوس وخت رارسېدلى چې د طآلبانو هغه غوښتنې لکه، د بنديانو خوشې کېدل، له قبايلي سيمو څخه د پوځ ويستل او نورو په اړه جدي پريکړې وشي.

د پاکستاني طالبانو استازي او د حقانيې مدرسې بنسټګر مولانا سميع الحق په داسې حال کې له صدراعظم نواز شريف سره کتلي، چې نوموړي د چهارشنبې په ورځ په اکوړي کې د حکومتي کومېټې له غړيو سره تر کتنې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې، پر افغانستان، هندوستان او امريکا تور لګولى و، چې د پاکستان په وروستيو ناامنيو کې د افغان، هندي او امريکايي استخباراتو لاس لري او په خبره يې، دا هېوادونه د پاکستاني وسله والو طالبانو او ددې هېواد د حکومت ترمنځ د سولې خبرې اترې کاميابېدل نه غواړي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG