د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۷

"د مرستې لپاره دې پر ایران او پاکستان اتکا وشي"


نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن تردې سرلیک لاندې چې (د مرستې لپاره دې پر ایران او پاکستان اتکا وشي) یوه مقاله خپره کړې چې د امریکا او افغانستان ترمنځ پر امنیتي تړون راڅرخي.

مقاله د ودرو ولسن په څیړنیز مرکز کې د منځني ختیځ د چارو څیړونکې هاله اسفندیاري لیکلې ده.دا لیکي:

″که داسې وانګیرل شي چې جمهور ریس حامد کرزی به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي او امریکا به هم د روان کال تر پایه له افغانستانه خپل عسکر وباسي، نو په افغانستان کې به وضعیت مخ په خرابیدو شي.″

هاله اسفندیاري وايي، وسله وال طالبان به پردې خبره جشن جوړ کړي.

دوي به د نورو وسله والو ډلو سره په ګډه په ښاري سیمو کې پرهغو اهدافو چې په اسانۍ په نښه کیدلای شي، حملې جاري وساتي او په دې ډول به سوکه- سوکه قدرت په لاس کې واخلي.

د مقالې لیکواله وايي، که چیرې د پلان له مخې د ایران او امریکا ترمنځ د اټمي لانجې د حل موافقه وشي، ایران په افغانستان کې پر یو شمېر پخوانیو جنګ سالارانو له خپل نفوذه په مثبت ډول کار اخیستلای شي.

د نیویارک ټایمز د دې مقالې د لیکوالې په وینا، په افغانستان کې یو شمېرجنګ سالاران د خپلو پخوانیو اهدافو د ترلاسه کولو، د زیاتو سیمو د کنټرول او د خپل نفوذ د پراختیا لپاره د کمزوري حکومته ښه ګټه پورته کولای شي.

د دې په باور، امریکا او متحدین یې نه وو توانیدلي چې ان د پراخ پوځي حضور په مرسته د دې ډلو فعالیت کنټرول کړي نو تر وتلو وروسته به د هغوي د تشدد د مخنیوی توان ونه لري.

هاله اسفندیاري لیکي، په هغه صورت کې به امریکا ته ښايي چې لږ تر لږه د افغانستان په سرحداتو کې د طالبانو د فعالیت د کنټرول لپاره پر ایران او پاکستان اتکا وکړي.

اسفندیاري وايي، دا به د پاکستان هم په ګټه وي چې په ګاونډي افغانستان کې یې د ګډوډۍ مخنیوی وشي او د امریکا حکومت باید په دې کې مرسته ورسره وکړي.

د دې په باور، امریکا ان د اړتیا په وخت کې کولای شي چې په مرکزي اسیا کې له خپلو هوايي اډو، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د فعالیت د مخنیوی لپاره، د بې پيلوټه الوتکو حملې وکړي.

د منځني ختیځ د چارو دا څیړونکي امریکا ته وړاندیز کوي چې له هغه چا سره چې تر ولسمشرکرزي وروسته واک ته رسیږي د داسې حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي چې د خلکو استازیتوب وکړي، د قانون حاکمیت ته تعهد ولري او له اداري فساده پاک وي.

نیویارک ټایمز پرهمدې مساله تر دې سرلیک لاندې چې ( د افغانستان ثبات د هند په ګټه دی ) یوه بله مقاله هم خپره کړې ده.

د نیویارک د دې مقالې لیکوال جاوید احمد لیکي:

″د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه تر اوږدو بحثونو وروسته، اوس داسې ګڼل کیږي چې له دې هیواده د امریکايي عسکرو وتل یوه حتمي مساله ده.″

خو دی وايي، چې د واشنګټن (صفر پلان) چې د ټولو عسکرو د وتلو خبره کوي، له افغانستان سره د نړیوالو د راکړې - ورکړې د پاي ته رسیدو معنی نه لري.

دی لیکي، هند باید رامخکې شي او باید له افغانستان سره د اقتصادی او امنیتي روابطو په پراختیا کې ستونزه ونه لري.

د ده په وینا، هند په افغانستان کې د تخینکي همکاریو، د کانونو د کیندلو، د نساجي او معلوماتي تکنالوژۍ د پراختیا له لارې خپل روابط پراخولای شي.

دا به افغانانو ته به زیات کارونه پیدا کړي او بهرني پانګوال به هم را جذب کړي.

جاوید احمد لیکي، چې کیدای شي په افغانستان کې د هند هڅې د پاکستان له خوا له خنډ سره مخامخ شي ځکه پاکستان تل هڅه کوله چې دلته خپل نفوذ زیات کړي.

خو پاکستان باید وپوهیږي چې ټوله خبر په دوي پورې نه ده تړلې.

د ده په وینا، پاکستان ته هم ښايي چې پر وسله والو ډلو او تشدد د اتکا پر ځاي په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره د هند پر لاره ګام کیږدي.

خو د نیویارک ټایمز د دې دواړو مقالو په خلاف چې وايي امریکا باید پر ایران، پاکستان او هند اتکا وکړي، کرسشن ساینس مانیټور ورځپاڼې امریکا ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي تړون په برخه کې پرافغانستان د فشار راوستلو پر ځاي، له حوصلې کار واخلي.

ورځپاڼه لیکي، چې افغانستان په ډيره حساسه مرحله کې دی.

په دې هېواد کې به ترڅو لسیزو تشدد وروسته اول وار قدرت په ډيموکراتیک او سوله ییز ډول له یوه ملکي حکومته بل ته انتقالیږي.

ورځپاڼه وايي، دا چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون د افغانستان نوي حکومت ته پاتې شي، دې سند ته زیات مشروعیت ورکوي او هم د افغانستان د نوي حکومت اعتبار زیاتوي.

کرسشن ساینس مانیټور لیکي چې د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره ټول کاندیدان د امنیتي تړون ملاتړ کوي.

دوي له امریکا سره د ګټورو اړیکو درلودل د ځان د کامیابي او د افغانستان د ثبات، امنیت او پرمختګ لپاره مهم ګڼي.
XS
SM
MD
LG