د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۳۷

د خيبر پښتونخوا په هنګو کې بمي چاودنې ٣ پاکستاني سرتېري ووژل


د خيبر پښتونخوا ايالت په هنګو نومي سيمه کې د پاکستاني سرتېرو په موټر بمي چاودنه شوې ده، چې په ترڅ کې يې ١٤ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني رسنيو د دې هېواد د پوځي سرچينو له قوله خبر ورکړى، چې د چهارشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په لرې پرتې سيمې هنګو کې د پاکستاني سرتېرو په موټر د سړک غاړې بمي چاودنه شوې ، چې په ترڅ کې يې ٣ سرتېري مړه او ١١ نور ټبيان شوي دي.

راپورونه د هنګو د امنيتي مسوولينو په وينا وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د سرتېرو کاروان د هنګو له ورمګۍ نومي سيمه څخه د تېرېدو په حال کې و.

د پېښې ټپيان يې د هنګو او بنو پوځي روغتونونو ته لېږدولي دي او په خبره يې، چې د ځينو سرتېرو حالت د اندېښنې وړ دى.

يوې باخبرې ځايي سرچينې د پېښې له ځاى څخه ازادي راډيو ته وويل، چې د پاکستاني سرتېرو په موټر د بمي چاودنې غږ دومره زورور و، چې تر ډېرو ليرې پرتو سيمو پورې واورېدل شو او په خبره يې، پاکستاني سرتېرو تر چاودنې وروسته د پېښې سيمه محاصره کړه او تلاشي عمليات يې هم وکړل.

هنګو د خيبر پښتونخوا لويديځ ته د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان سره نښتې سيمه ده، چې وسله وال پکې له ډېرې مودې راهيسې په دولتي او غېر دولتي اهدافو بريدونه کوي.

په هنګو کې د پاکستاني سرتېرو په موټر په داسې حال کې بمي چاودنه شوې، چې پاکستاني وسله والو طالبانو د د شنبې په ورځ ددې هېواد له حکومت سره يو مياشتنى اوربند اعلان کړى او همداراز يې خپل ټول فعاليتونه لغوه اعلان کړي دي.

پاکستاني حکومت هم د وسله والو طآلبانو ددې پريکړې په هرکلي کې په وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د وسله والو پر مرکزونو او روزنځايونو هدفي هوايي بريدونه بند کړي دي.

په هنګو کې د پاکستاني سرتېرو پر کاروان تر بمي چاودنې دوه ورځې وړاندې، نامعلومو وسله والو د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پايتخت اسلام اباد په ايف ايټ مرکز کې پر يوې ځايي محکمې ډله ييز وسله وال بريد کړى و، چې په ترڅ کې يې د محکمې د قاضي او ٧ مدافع وکيلانو په ګډون ١١ تنه وژل شوي وو او تر ٢٠ زيات پکې ټپيان شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه لا په هنګو کې د پاکستاني سرتېرو په موټر د بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG