د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

په افغانستان کې د اکراین د شخړو اغیزې


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډیره پر افغانستان د اکراین د شخړې د اغیزو او په پاکستان کې د لسګونو وسله والو ډلو د موجودیت په اړه مطالب خپاره کړي.

ملي باور:

ملي باور غیر دولتي ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي چې د اوکراین مساله به د افغانستان په اړه د امریکا دریځ بدل نه کړي.

په دې اړه مطلب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویل شوي، چې د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو دریځ واضح دی او د اکراین موضوع به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته کوم اغیز پرې ونه لري.

ورځپاڼه لیکي، چې امریکا له افغانستان سره د امنیتي تړون د ژر لاسلیک کولو په تمه ده او له دې سره به یې په دې هېواد کې له روان میلادي کال نه وروسته پوځي حضور یقیني شي.

ویسا:

ویسا هم پرهمدې موضوع لیکنه خپره کړې او د امریکایي چارواکو په حواله یي ویلي، چې یوازې د امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کول کولای شي په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو پاتې کېدو ته زمینه مساعده کړي.

په دې اړه لیکنه کې راغلي، چې امریکا د امنیتي تړون په اړه پر خپل دریځ ټینګار کوي او افغان حکومت هم په دې برخه کې د خپلو شرایطو منل حتمي بولي، خو امریکا ویلي چې د دې سند د لاسلیک کولو لپاره راتلونکي ولسمشر ته هم منتظر پاتې کېدای شي.

سرنوشت:

سرنوشت سربیره پردې چې پر افغانستان د اکراین د شخړې د اغیزو په اړه لیکنه خپره کړې وایي، چې په پاکستان کې تر اتیاوو پورې تروریستي ډلې شته.

دې ورځپاڼې د پاکستاني څیړونکو له قوله ویلي، چې دا تروریستي ډلې په ډیرو حملو او پیښو کې لاس لري او دوی د پاکستانیو طالبانو تر اغیزو لاندې نه دي.

په دې اړه لیکنه کې راغلي چې دا تروریستي ډلې سربیره پر دې چې د پاکستان امنیت ته ګواښ دی د افغانستان امنیت هم ګواښوي او باید چې د پاکستان حکومت یې مخه ونیسي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په پاکستان کې د وسله والو تروریستي ډلو په اړه یوه لیکنه خپره کړې او وایي، چې د دې ډلو شمېر د شپیتو او اتیاوو ترمنځ دي او په ډیرو مسایلو کې سره همآهنګي لري.

په دې اړه لیکنه کې راغلي، چې دا ډلې له یو بل سره له تکتیکي پلوه مرستې کوي خو په عملیاتو کې ازادې دي او د یو بل مخه نه نیسي.

محور:

محور غیر دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې دا اندیښنه را اخیستې چې په پاکستان کې تر فشار راغلي جنګیالي په افغانستان کې جګړه کوي.

په دې اړه مطلب کې راغلي، چې له وزیرستانه ډیر شمېر طالبان د افغانستان ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو ته را اوښتي او هلته منظم شوي دي.

محور لیکلي، چې پاکستاني پوځيان پر دې وسله والو زور اچوي خو لاره یې ورته پریښې چې له پولي دېخوا ته را واړي او په افغانستان کې ګډوډي رامنځ ته کړي.

چمتوکوونکی: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG