د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

له افغانستانه ناهیلې کېدل


له جمهور رئیس کرزي نه زړه تنګی یا ناامیده کېدل د پوهیدو وړ دي، خو حقیقت دا دی چې دا هرڅه یوه ډرامه ده
له جمهور رئیس کرزي نه زړه تنګی یا ناامیده کېدل د پوهیدو وړ دي، خو حقیقت دا دی چې دا هرڅه یوه ډرامه ده
نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې: له افغانستانه ناهیلې کېدل – تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوې برخه کې یي لیکي:

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما تیره اوونۍ له دې امله چې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک کولو ډډه وکړه، ګواښ وکړ چې د روان عیسوي کال په پای کې به ټول امریکایي عسکر له افغانستانه وباسي.

ورځپاڼه لیکي:

له جمهور رئیس کرزي نه زړه تنګی یا ناامیده کېدل د پوهیدو وړ دي، خو حقیقت دا دی چې دا هرڅه یوه ډرامه ده. په دې معنی چې، نه د امریکا حکومت او نه هم ناټو غواړي چې په بشپړ ډول له افغانستانه خپل عسکرو وباسي او زیات شمېر ګاونډي هېوادونه هم له امریکا او ناټو څخه غواړي چې په افغانستان کې دي خپل ځواکونه وساتي او زیات شمېر افغانان خو یي طبیعا غواړي.

نیویارک ټایمز لیکي:

جمهور رئیس بارک اوباما له حامد کرزي سره په ټيلیفونې خبرو کې دا هم وویل، چې یو شمېر امریکایي عسکر به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د تروریزم ضد مبارزې په مقصد په افغانستان کې پریږدي.

ورځپاڼه زیاتوي، د امنیتي تړون د نه لاسلیک کېدو په اړه نوي ګواښونه دا یو شی ثابتوي چې جمهور رئیس کرزی به دا تړون لاسلیک نه کړي او مساله راتلونکي جمهور رئیس ته پاته ده.

نیویارک ټایمز لیکي:

جمهور رئیس کرزي له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره د شنبې د ورځې مرکې کې ویلي، د افغانستان جګړه د افغانانو جګړه نه ده او القاعده شبکه یوه افسانه ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: د جمهوري ریاست انتخابات ممکن دوهم پړاو ته لاړ شي او د یوه بريالي کس په اعلان ممکن څو میاشتې سیاسي دعوې او دنګلې وشي. که جمهور رئیس کرزي د مشورتې لویي جرګې پریکړه منلې وای او د نومبر میاشت کې یي امنیتي تړون لاسلیک کړای وای، خبره به ختمه واي.

امریکایانو چې هرڅومره فشار پر جمهور رئیس کرزي وارد کړ، ګټه یي ونکړه او اوس غوره ګڼې چې له راتلونکې جمهور رئیس سره معامله وکړې او دا ځکه چې ټول کاندیدان د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په لاسلیک سلا دي.

وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ بلې ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د افغان امنیتي ځواکونو د غښتلتیا او د عامه ساتنې د معینیت مربوط د امنیتې تصدۍ د لغوه کولو په اړه چې د نړېوالو پروژو او موسسو ساتنه کوي، یو مضمون خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، د عامه ساتنې د معینیت د امنیتي تصدي ټول پرسونل دي د کورنیو چارو وزارت پورې مربوط شي.

وال سټریټ ژورنال لیکي: په دې امنیتي تصدۍ کې شاوخوا ۱۷ زره تکړه امنیتي پرسونل کار کوي او لغوه کول یي د امریکا د پوځ او هغو مرستندویه موسسو لپاره چې د امریکا د حکومت او نړېوالو متحدانو لپاره کار کوي، یوه ستونزه ده. دغې امنیتي تصدۍ به د امریکا د پوځي اډو اوبهرنیو تاسیساتو ساتنه کوله او د لارو په اوږدو کې به یي د تیلو د کاروانونو امنیت هم ساته.
XS
SM
MD
LG