د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۴۰

ننګرهار: طالبانو د ګوشتې ولسوالۍ نیول شوي کسانو خوشې کړل


د ګوشتې ولسوالۍ قومي مشران وايي،هغه کسان،چې تېره اونۍ د طالبانو لخوا برامته شوي و،له هغې ډلې زیات شمېر راخوشې شوي او پاتې کسان به هم تر سبا پورې راخوشې شي.

کله،چې یاد خلک د طالبانو لخوا ونیول شول،د دې ولسوالۍ د قومي مشرانو لخوا یوه جرګه طالبانو ته ورواستول شوه،ترڅو ورسره پرې خبرې وکړي،چې نیول شوي خلک بې ګناه او ددې ولسوالۍ عام خلک دي.

ددې جرګې یوه غړي حاجي محمد امین ازادۍ راډیو ته وویل،کله،چې دوی د طالبانو نامعلوم ځای ته ورسیدل،د ګوشتې ولسوالۍ ټول اته ویشت تنه ورسره بندیان و.

نوموړي وویل،چې طالبانو ورغلې جرګې ته درناوی وکړ او په خبره يې،چې تر شلو تنو پورې خلک يي ورسره راخوشې کړل او پاتې اته تنه نور به هم راخوشې شي:

"کله،چې موږ هاخوا د خبرو لپاره ورغلو،نو ځان سره مو د یویشت کسانو لست وړی و،خو هلته اته ویشت کسان د ګوشتې ولسوالۍ بندیان،چې طالبانو زموږ ډیر تود هرکلی وکړ د هغوی د تحقیق د بشپړیدو وروسته يي د ټولو کسانو د خوشې کیدو وعده وکړه،همدا نن تر شلو کسانو پورې خلک موږ سره راخوشې شول او اته تنه نور به ترسبا پورې راخوشې شي"

دا،چې دا خلک يې ولې نیولي او په کوم شرط راخوشې شول،حاجې محمد امین وايي طالبانو فکر کړی و،چې دا خلک په محلي پولیس،ملي اردو او یا هم ملي پولیسو کې دندې لري،خو دا،چې دوی ته ثابته شوه،چې دا خلک بې ګناه دي ورسره د خوشې کیدو ژمنه وکړه.

حاجي محمد امین ددې پوښتنې په ځواب کې،چې وسله والو طالبانو خو به پر نیول شویو کسانو کوم شرطونه نه وي ایښې وویل،طبعا د هغوی هدف دا دی،چې څوک باید د امنيتي ځواکونو په لیکو کې کار ونکړي:

"طالبانو فکر کاوه،چې دا خلک به په محلي پولیسو،ملي پولیسو یا اردو کې وظیفه لري،خو،کله،چې کله ورته ثابته شوه،چې عام خلک دي،راخوشې کړل،خو دا،چې دوی په کوم شرط راخوشې شوي،نو دا خو تاسې ته هم روښانه ده،چې هغوی وايي هر هغه څوک،چې په اردو یا پولیسو کې وظیفه اجرا کوي د دوی دښمن دی"

ومو غوښتل،چې په دې اړه د ننګرهار د ولایتي ادارې نظر هم له ځانه سره ولرو،ولې د اړیکې نه جوابولو په صورت کې بریالی نشو.

وسله والو طالبانو د یادو کسانو د نيونې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده،دغه نیول شوی کسان،پوره یوه اونۍ وړاندې هغه وخت د وسله والو طالبانو لخوا ونیول شول،چې دوی له ګوشتې ولسوالۍ څخه تورخم ته په لاره ول.

هغه مهال د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال افتخار مومند او يوشمېر قومي مشرانو د نیول شویو کسانو شمېر تر څلویښت تنو یاداوه،خو د ورغلې جرګې د وروستیو معلوماتو له مخې طالبانو ټول اته ویشت تنه نیولي وو .

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار
XS
SM
MD
LG