د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

"جمهور رییس کرزی د دولس کلنې جګړې له امله امریکا ته په غوسه دی"


زیات شمير لویدیځو ورځپاڼو، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي د مرکې په اړه مضونونه او مقالي خپرې کړي او له مختلفو اړخونو یې د هغه خبرې څیړلې دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې؛ "جمهور رییس کرزی د دولس کلنې جګړې له امله امریکا ته په غوسه دی" تر سرلیک لاندې له جمهور ريیس کرزي سره مرکه خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، هغه مهال چې جمهور رییس حامد کرزي له واشنګټن سره د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه خبرې کولې؛ یوه افغانه نجلۍ یې وکتله چې د امریکایي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې یې نیم مخ له منځه تللی و.

واشنګټن پوسټ لیکي، کله چې جمهور رییس په مرکه کې د دغې نجلۍ د برخلیک حکایت کاوه؛ په سترګو کې یې اوښکې راتاوې شوې او له یوې لنډې دمې وروسته یې وویل؛ له بمبارۍ څخه پنځه میاشتې وروسته یې چې کله دا نجلۍ وکتله؛ نو له ځان سره یې وویل؛ ښه به وای چې دا نجلۍ هم مړه شوې وای او د هغې د کورنۍ له څلورو نورو غړیو سره چې په بمبارۍ کې وژل شوي وو؛ یوځای ښخه شوې وای.

ورځپاڼه زیاتوي، جمهور رییس کرزی چې د لویدیځو هېوادو په نظر یو سرسخته شخص معرفی شوی؛ په مرکې کې ډير عاطفي معلومېده.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، جمهور رییس کرزي چې د کار دوره یې مخ په ختمېدو ده؛ په مرکه کې یې د عاطفي احساساتو پر اساس هڅه وکړه چې؛ دا مساله واضح کړي، چې ولې د افغانستان په دولس کلنې جګړه کې د امریکا د متحده ایالاتو په پوځي هلو ځلو انتقاد کوي.

جمهور رییس کرزي ورځپاڼې ته ویلي؛ د افغانستان د جګړې په ټولو قربانیانو او په خاص ډول د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې د وژل شویو کسانو په مړینې سخت خواشینی دی.

جمهو ر رییس کرزي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره مرکې کې ویلي؛ داچې متحده ایالات په پاکستان کې د وسله والو پر امن ځایونو سترګې پټوي؛ له ده سره یو ډول خیانت دی.

جمهور رییس کرزي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره مرکه کې دا هم ویلي؛ په افغانستان کې روانه جګړه د دې هېواد په ګټه نه ده او افغانان په پردۍ جګړې کې وژل کیږي.

انګلستان چاپ، ګارډین ورځپاڼې هم د جمهور رییس کرزي د مرکې او څرګندونو په اړه یو مضمون خپور کړی او د هغه دا خبره يې په غټو ټکو لیکلي؛ چې وایي، "د افغانستان جګړه د دې هېواد په ګټه نه ده."

ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان جمهور رییس د امریکا د خلکو له ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي؛ خو د امریکا له حکومت څخه سخت ماڼیجن او خپه دی.

ګارډین لیکي، جمهور رییس کرزی په دې باور دی؛ د افغانستان جګړه چې په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې تروریستي حملو وروسته پیل شوې وه؛ د امریکا او لویدیځ د امنیت په ګټه وه.

ورځپاڼه لیکي، سپینه ماڼۍ له کرزي څخه ناهیلې او خپه ده چې، دوه اړخیز امنیتي تړون یې نه دی لاسلیک کړی.

ګارډین له واشنګټن پوسټ سره د جمهور رییس کرزي د مرکې دا برخه راخیستي چې؛ وایي، غوره به وي چې، متحده ایالات امنیتي تړون له راتلونکي جمهور رییس سره لاسلیک کړي.

جمهور رییس کرزي د تړون د لاسلیک لپاره شرطونه ایښي چې؛ له طالبانو سره به د سولې عملي خبرې پیل کیږي او د افغانانو پر کورونو به د بهرنیو ځواکونو حملې بندیږي.
XS
SM
MD
LG