د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

"د کریمیا د تاتاریانو په زړونو کې یوه خاموشه وېره خوره ده"


د اوکراین پر کریمیا سیمه د روسي ځواکونو له یرغل وروسته اوس سیاسي جریانات ناڅاپي او په ډراماتیک ډول بدلېږي.

د کریمیا یوزیات شمېر اوسېدونکي تاتار مسلمانان دي خو پوښتنه دا ده چې د وروستیو بدلونو په وړاندې به د دوی غبرګون څه وي؟



د فونتاني پنځه Fontany 5 په نوم کلی په لومړي نظر کې عجیب خاموش ښکاري؛ خو د کریمیا د دې تاتار مېشتي سیمې د نژدې پنځه سوه اوسېدونکو په زړونو کې یوه خاموشه وېره خوره ده.

په ماشینګڼو سمبال روسي سرتېري د کریمیا د مرکز سېمفېرپول په یوازې څو کیلو مترۍ کې ځای پرځای شوي او آوازې خورې شوې دي چې؛ غواړي پر تاتارانو حمله وکړي.

د دې سیمې اوسېدونکي ۵۵ کلن مدثر کفودار Mudasir Kafodar په خټه تاتار دی. نوموړی په داسې حال کې چې لمسۍ یې ورسره ده او شپږ نور لمسیان یې له تېږو د جوړ دوه پوړیز کور پر غولي لوبې کوي له آزادۍ راډیو سره خبرې کولې:

"موږ په سوله کې ژوند غواړو؛ خو روسي ځواکونه زموږ قلمرو، د اوکراین قلمرو ته ننوتي او وسله وال کسان دلته هلته ګرځي. دا موږ وېروي، نه یوازې ما، بلکې ټول وېروي. دوی څه نه وايي او دا هم نه وايي چې، څوک دي، خو ښکاره خبره ده چې دوی اوکراینیان نه، بلکې روسان دي."

کفودار په ازبکستان کې زېږېدلی او په ۲۰۰۰ کال کې یې کریمیا ته چې دی یې خپل پلرنی ټاټوبی بولي کډه کړې. د ده پلار چې ۹۳ او مور یې چې ۸۵ کلنه ده، په ۱۹۴۴ کال کې د ستالین له خوا له دې سیمې شړل شوي وو.

ده د خپل پلرني کور کنډوالې له سره جوړې کړې خو اوس وېرېږي چې بیا به یې له لاسه ورکړي.

د کریمیا د دوه میلیونه وګړو په سلو کې تر دولسو تاتاران جوړوي، چې اکثریت یې د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د ستالین د واکمنۍ پرمهال له جرمني پوځیانو سره د همکارۍ په تور له منځنۍ آسیا څخه دې سیمې ته شړل شوي خو په ۱۹۹۱ کال کې د اوکراین له خپلواکېدو وروسته خپل پلرني ټاټوبي ته ستانه شوي دي.

خو تاتارانو د کریمیا د نورو وګړو برعکس له اروپايي ټولنې سره د اوکراین د یوځای کېدو په پلوي په کییف ښار کې د هغو اعتراضونو ملاتړ کړی چې په پای کې یې د لېرې کړل شوي ولسمشر ویکتور یاناکوویچ مسکو پلوی حکومت ړنګ شو.

دوی همداراز د اوکراین د خپلواکۍ، د دې هېواد په قلمرو کې دننه د کریمیا د پاتې کېدو او له اروپايي ټولنې سره د یوځای کېدو لپاره د کییف د هڅو ملاتړ کوي.

د روسیې له پوځي مداخلې وروسته ډېرو خلکو ته وېره پیدا شوې چې کریمیا ښايي د مسکو تر سیوري لاندې راشي، خو د کفودار په څېر د تاتارانو لپاره د روسیې پوځي اقدام یوازینۍ وېره نه ده.

د اوکراین له خپلواکۍ وروسته په تېرو دوو لسیزو کې له روس ټبرو سره چې د کریمیا د وګړو په سلو کې تقریبا شپېته جوړوي او له روسیې سره د کریمیا یوځای کېدو ته لېوال دي د تاتارانو ګوزاره ډېره آسانه هم نه وه.

کفودار د هغو آوازو خبره هم کوي چې وايي په نژدې پرتو کلیو کې پر تاتارانو حملې په زیاتېدو دي، که څه هم آزادي راډيو دا ادعاوې د خپلواکو سرچینو په حواله نشي تاییدولای:

"موږ څه کولای شو؟ سوله ییز خلک یو او د هېڅ شي لپاره تیار هم نه یو. څو شپې مخکې نامعلوم کسان د یوه کریمیايي تاتار کور ته ننوتل، پلار او زوی یې سخت وډبول چې اوس په روغتون کې دي.

اوس دوی وايي نامعلوم کسان ښايي د دوی په څېر پر نورو کورونو هم حملې وکړي."


خو د کریمیا په مرکز سیمفېروپول کې د تاتارانو مدني فعالان که څه هم سخت په غوسه دي نه تسلیمېدونکي ښکاري. د مارچ په لومړۍ نېټه د تاتارانو په اسمبله یا مېجلس کې سخت فعالیتونه روان وو او څو کسانو د روانو تحولاتو په اړه تودې خبرې وکړې.
XS
SM
MD
LG