د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۹

"د داسو بند رغونه له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی"


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب ترډیره د کابل د سیند په اوږدو کې د پاکستان له خوا د بریښنا د بند جوړولو او د سولې وروستیو هڅو ته ځانګړي کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د افغان حکومت هغه غوښتنه راخیستې؛ چې ویلي یې دي، نړیوال بانک باید له پاکستان سره د کابل د سیند په اوږدو کې د بند په جوړولو موافقه ونه کړي؟

ورځپاڼې د حکومتي چارواکو په حواله لیکلي چې؛ پاکستان غواړي د کابل ـ اندوس سیند پرسر د خیبر پښتونخوا په غرنۍ سیمه کې د داسو په نوم د بریښنا بند جوړ کړي.

ویسا ورځپاڼې د ملي امنیت د شورا هغه پریکړه راخیستې چې؛ بهرنیو چارو او مالیې وزارت ته یې امر کړی چې؛ د دې بند د جوړېدو په اړه د افغان حکومت اندیښنې نړیوال بانک ته ورسوي.

ویسا لیکلي، پاکستان د دې بند د جوړېدو لپاره خپل پیشنهاد نړیوال بانک ته وړاندې کړی.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې په همدې اړه لیکلي چې؛ د پاکستان دا اقدام د ګډو سیندونو په برخه کې له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی.

ورځپاڼې د افغان حکومت هغه اندیښنه راخیستې؛ چې ویلي یې دي، که پاکستان د افغانستان له اوبو څخه په استفادې په خیبر پښتونخوا کې دا بند جوړ کړي؛ افغانستان ته به جدي زیان واړوي.

باور:

باور نا دولتي ورځپاڼې د سولې د ټینګښت لپاره د میرمنو په هڅو یو مطلب خپور کړی او په یوه برخه کې راغلي، د افغان میرمنو حقوق به د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته له ستونزوسره مخ شي.

ورځپاڼې په دې اړه د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هغه اندیښنې هم راخیستي چې تیره ورځ یې په کابل کې د ښځو د ملي جرګې پر مهال څرګندې کړې دي.

باور په خپل مطلب کې د بشري حقونو د کمشنیرې ثریا صبحرنګ هغه خبره راخیستې؛ چې ویلي یې دي، نړیوال باید په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او سوله ټینګه کړي.

محور:

محور ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې پوښتنه کړې چې؛ د پاکستاني طالبانو اوربند د څه لپاره؟

محور په دې مطلب کې لیکلي، د پاکستان له حکومت سره د پاکستاني طالبانو یومیاشتنی اوربند او د پاکستان د حکومت له خوا د دې کار تود هر کلی د افغانستان له ټاکنو سره مستقیم تړاو لري.

ورځپاڼه په مطلب کې وړاندې لیکي؛ دا یو میاشتنی اوربند به پاکستاني طالبانو ته دا زمینه برابره کړي چې؛ د افغانستان په دې تاریخي پړاو یعنې ټاکنو کې ښې لاسوهنې وکړي.
XS
SM
MD
LG