د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۱

اسلام اباد: پر محکمې ډله ييز وسله وال بريد، ١١ کسان ووژل


د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې وسله والو پر يوې ځايي محکمې ډله ييز ځانمرګى بريد کړى، چي په ترڅ کې يې د محکمې وکيلانو او نورو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د اسلام اباد د امنيتي چارواکيو د وينا له مخې، نامعلومو وسله والو د دوشنبې په ورځ د اسلام اباد په ايف ايټ مرکز کې پر يوې ځايي محکمې ډله ييز بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې تر دې دمه لږ تر لږۀ ١١ کسان وژل شوي او ٢٤ نور ټبيان شوي دي.

د اسلام اباد پوليس وايي، چې نامعلومو وسله والو لومړى پر محکمې ډزې وکړې او لاسي بمونه يې وغورځول او تر مقاومت وروسته يې ځانونه والوزول.

د پېښې عيني شاهدين د وسله والو شمېر له شپږو تر اتو پورې يادوي.

د اسلام اباد د سيمه ييزو پوليسو مشر سکندر حيات خان تر پېښې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د وسله والو په ډله ييز بريد کې د محکمې جګپوړى قاضي رفاقت اعوان او ٧ وکيلان شوي دي او په خبره يې، چې په ټپيانو کې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر لوړ شي:

" وسله والو لومړى د محکمې پر امنيتي ځواکونو ډزې وکړې او لاسي بمونو يې پرې وغورځول او په اخيره کې يې ځانونه والوزول، چې په ترڅ کې يې تر دمه ١١ کسان مړه او ٢٤ نور ټپيان شوي دي. داسې برېښي، چې دا بريد له ٣ تر ٤ وسله والو کړى دى، چې ټول وژل شوي دي."

نوموړي وويل، چې تر بريد وروسته يې سيمه محاصره کړې ده او تلاشي عمليات يې پکې پيل کړي دي، ترڅو کومه بله ناوړه پېښه رامنځته نه شي.

تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ سهار د تورخم_ پېښور پر لويه لار د پاکستاني سرتېرو پر موټر بمي چاودنه هم شوې وه، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ٢ سرتېري مړه او ٧ نور ټبيان شوي وو.

په اسلام اباد کې دا بريد په داسې حال کې شوى، چي د شنبې په ورځ پاکستاني وسله والو طالبانو ددې هېواد له حکومت سره د مذاکراتو د ځډېدلې لړۍ د بيا پيل په هدف يو مياشتنى اوربند اعلان کړى او د پاکستان حکومت ددې اعلان په هرکلي کې په قبايلي سيمو کې د سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو او روزنځايونو د هدفي هوايي بريدونو د بندولو امر کړى دى.

د راپورونو له مخې، د پاکستاني وسله والو طالبآنو وياند شاهد الله شاهد د اسلام اباد پر محکمې د بريد په اړه ناخبري ښودلې ده.

راپور: ذبيح شفق

پخواني معلومات:
د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې وسلوالو پر يوه محکمه د ډزو او بمونو په وسيله بريد کړى، چي تر اوسه پورې پکې د يوه قاضي په شمول د دوولسو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى او شاوخوا شل تنه پکې ټپيان شوي دي.

پوليس وايي پېښه د دوشنبې په سهار د نهه نيمو بجو په شاوخوا کې د اسلام اباد په ايف ايټ مرکز کې دننه شوې، چي وايي هدف يې د محکمې يو قاضي رفاقت اعوان وو.

وسلوالو لومړى پر محکمه باندې ډزې کړې او بيا يې بمونه ور غورځولي، چي په نتيجه کې يې قاضي رفاقت اعوان سخت ټپي شوى او ساه يې ورکړې ده.

پوليس او عيني شاهدين د وسلوالو شمېر له اتو تر لسو تنو پورې يادوي. يوه عيني شاهد رسنيو ته وويل، چي لومړى يې دوه ځوانان وليدل، چي له کلاشينکوفونو سره محکمې ته ننوتل او ډزې يې پيل کړې.

مړي او ټپيان ټول د اسلام اباد «پيمز روغتون» ته وړل شوي، چي د روغتون د وياند په وينا په بريد کې يوولس تنه وژل شوي او شاوخوا شل تنه پکې ټپيان شوي دي.

په وژل شويو کې يو قاضي او نور اکثره يې مدافع وکيلان دي، چي يوه ښځينه وکيله هم پکې شامله ده او په ټپيانو کې هم زيات شمېر د مدافع وکيلانو دى.

د پاکستان وسلوالو طالبانو له دې بريده بې خبري ښوولې او لاس لرل يې پکې رد کړي دي.

طالب وياند شاهد الله شاهد رسنيو ته ويلي، چي د دوى له تحريک سره تړلى هيڅ يو تنظيم هم په دې پېښه کې لاس نه لري. د پاکستان ولسمشر ممنون حسين په کلکه د دې بريد غندنه کړې ده.

د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات تصدق حسين جيلاني سمدستي له خپل جانبه د دې پېښې د پلټنې امر صادر کړى دى. دا بريد په داسې حال کې شوى، چي وړمه ورځ د پاکستان وسلوالو طالبانو له پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو په خاطر يو مياشتنى اوربند اعلان کړى او حکومت يې د دې اعلان په هرکلي کې په قبايلي سيمو کې د وسلوالو پر مرکزونو د موقتي بريدونو د بندولو امر کړى دى.
XS
SM
MD
LG