د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۸

پاکستاني جنګي الوتکو په خيبر ايجنسۍ کې ٥ وسله وال وژلي


راپورونه وايي، چې د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان پولې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په بېلابېلو سيمو کې هدفي هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کي يې وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان دولتي تلويزيون ددې هېواد د پوځي سرچينو په حواله خبر ورکړى، چې د پاکستان جنګي الوتکو د يکشنبې په ورځ د خيبر ايجنسۍ په باړه او نورو لرې پرتو سيمو کې د سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هدفي هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې تر دې دمه لږ تر لږه ٥ وسله وال مړه او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

راپورونه زياتوي، چې د پاکستان جنګي الوتکو په دغو سيمو کې د هغو وسله والو مرکزونه په نښه کړي دي، چې د شنبې په ورځ يې د ماشومانو د کوزڼ ضد واکسين د واکسيناتورانو پر امنيتي ټيم بريد کړى و.

پاکستاني الوتکو په داسې حال کې په خيبر ايجنسۍ کې هدفي هوايي بريدونه کړي دي، چې د وسله والو پاکستاني طآلبانو عمومي وياند شاهدالله شاهد د شنبې په ورځ د يوې مطبوعاتي اعلاميې په ترڅ کې له حکومت سره يو مياشتنى اوربند اعلان کړ او په دې موده کې يې خپل ټول جهادي فعالیتونه لغوه کړل.

خو د پاکستان د دفاعي او پوځي چارو کارپوه متقاعد پوځي بريګيډير سعاد خان وايي، چې پاکستاني وسله والو طالبانو ددې لپاره يو مياشتنى مؤقتي اوربند اعلان کړ، چې ځان خوندي ځايونه ته ورسوي او په خبره يې، چې دوى به په دې يوه مياشت کې د نورو بريدونو چمتووالى هم ونيسي.
نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

" زما په خيال باندې ددې موجوده جنګ بندي ډېر وجوهات کېداى شي، يو دا چې په دوى ډېرې مضبوطې او کارکردې [هوايي] حملې وشوې او دوى ته يې ډېر زيات تاوان ورساوه. دويم دا چې فوځ بالکل تيار و د دوى پرخلاف د عملياتو لپاره، نو زما په خيال دوى د خپل ځان ژغورولو لپاره او ددې لپاره چې دوى اوس جنګ ته تيار نه دي، د اوربند اعلان وکړ."

نوموړى همداراز وايي، که چېرې د پاکستان حکومت د طالبانو يو مياشتنى اوربند ومني او په قبايلي سيمو کې هدفي بريدونه ودروي، نو دا به د حکومت او د سيمې د وضعيت دواړه لپاره زيانمن وي.

بريګيډير سعاد زياته کړه، چې په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ٥٠ وسله والو ډلې فعاليت کوي او دا ضروري نه ده، چې هره ډله دې د طالبانو د اوربند د اعلان ملاتړ وکړي.

پاکستاني جنګي الوتکو تر هغې وروسته په خيبر ايجنسۍ کې د وسله والو مرکزونه او روزنځايونه په نښه کړي دي، چې د شنبې په ورځ د همدې ايجنسۍ په لرې پرتې سيمې لاشوړه کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين د واکسيناتورانو پر امنيتي ټيم پرله پسې دوه بمي چاودنې شوې وې، چې په ترڅ کې يې د راپورونو له مخې، د امنيتي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ١١ کسان مړه او ٩ نور ټپيان شوي وو.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG