د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

په اکراین کې د روسیې پوځي مداخلې د نړېوالو عکس العملونه راپارولي


د امریکا متحدو ایالتونو د اکراین پر خاورې د روسیې پوځي مداخله وغندله او له دې هېواده یې وغوښتل چې، خپل ځواکونه بېرته کریمیا کې خپلو اډو ته په شا کړي.

سپينې ماڼۍ پرون وویل چې، ولسمشر بارک اوباما د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یونیم ساعت ټیلفوني خبرې وکړې او ویې ویل، چې د هرډول اندییښنو د لرې کولو لپاره مناسبه لاره دا ده چې په سوله ییز ډول د اکراین له حکومت او نړېوالو منځګړو موسسو سره مستقیم تماسونه ټینګ شي.

اوباما دغه راز خبرداری ورکړ چې؛ د روسیې له خوا له نړېوال قانون څخه د سرغړونې د دوام په صورت کې به مسکو نور هم له سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ شي.

کریملن وویل، پوتین اوباما ته وویل چې، مسکو به د خپلو او په اکراین کې د روسیي ژبود ګټو د ساتلو حق د ځان لپاره خوندي وساتي.

روسیه په سیمه کې د بې ثباتۍ د زیاتوالي خطرونه زیاتوي:

په عین حال کې پنټاګون وویل، د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل خپل روسیي ساري سرګې شویګو ته وویل چې؛ روسیه په سیمه کې د بې ثباتۍ د زیاتوالي خطرونه زیاتوي؛ په نړیواله ټولنه کې نورهم ځان انزوا او کړکیچ زیاتوی چې اروپا او نړیوال امنیت ته ګواښ متوجه کوي.

د ملګروملتونو دامنیت شورا بېړنۍ غونډې ته په دې شورا کې د امریکا استازې سامانتا پوویر وویل چې؛ روسیې نړېوال تعهدات ترپښو لاندې کړي دي.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال یان الیاسون پر ټولو خواو غږ وکړ چې؛ ډیالوګ ته مخه کړي.

"دا مهمه ده چې د دې سازمان ماموریت په یاد راوړل شي او هغه دا چې تل باید لانجې په سوله ییزه توګه هوارې شي. دا د ملګرو ملتونو د منشور اساس جوړوي چې؛ له هغه څخه باید په دغه وضعیت کې موږ د اساسي لارښود په توګه کار واخلو. د دې لپاره چې بریالي شو، باید خپل ارامي حفظ کړو."

ناتو د اکراین پر وضعیت د خبرو لپاره نن د شمالي اټلانټیک د شورا بیړنۍ غونډه رابللې ده. دغه شوا د دې سازمان د سیاسي پریکړو لوړ ارګان دی.

د ناتو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن دغه اعلان په خپله ټویټرپاڼه کې کړی او ویلي یې دي چې، په کریمیا کې باید وضعیت ډیر ژر ارام شي.

د امریکا د متحده ایالاتونو، فرانسې او کاناډا مشرانو ژمنه کړې چې له اکراین سره د ملاتړ او مرستې د یوه پلان لپاره به په ګډه کار کوي.
سپنه ماڼۍ
راسموسن زیاتوي چې، روسیه باید د اکراین د ملي حاکمیت، مځکنۍ بشپړتیا او د دې هېواد د پولو درناوی وکړي.

د پولنډ ولسمشر برونیسلاو کوموروسکي مخکې ویلي وو؛ چې هېواد یې ښایي په ګاونډي اکراین کې د روسیې د پوځي مداخلې له امله د ګواښ احساس وکړي.

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کترین اشټن له مسکو څخه وغوښتل چې؛ نړېوالې ژمنې پرځای کړي او له اکراین څخه خپل ځواکونه وباسي او خپلې غوښتنې له سوله ییزې لارې مطرح کړي.

اروپایي اتحادیې وویل، د دې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران به د دوشنبې په ورځ د اکراین په اړه عاجله غونډه وکړي.

سپينې ماڼۍ وویل، د امریکا د متحده ایالاتونو، فرانسې او کاناډا مشرانو ژمنه کړې چې له اکراین سره د ملاتړ او مرستې د یوه پلان لپاره به په ګډه کار کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو او کاناډا دواړو د جي اته د سرمشریزې لپاره چې له پلان سره سم به سوچي کې جوړه شي؛ د تیاري نیولو چارې ځنډولي دي.

کاناډا دغه راز له مسکوه خپل سفیر د سلا مشورو لپاره ورغوښتی دی.
XS
SM
MD
LG