د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ کب ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۴۴

"په افغانستان کې ګډوډۍ د امریکا ویره او که پلان"


د کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډیره د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د څرګندونو او په بنګله دیش کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د بریا په اړه مطالب خپاره کړي.

ملي باور غیر دولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي جیمز ډابنز له قوله لیکلي چې افغانستان به د امنیتي او دفاعي تړون د نه لاسلیک کولو په صورت کې له بې ثباتۍ سره مخامخ شي.

په دې اړه لیکنه کې د ښاغلي ډابنز په حواله لیکل شوي چې د امنیتي سند له لاسلیک کولو څخه ټول افغانان ملاتړ کوي یوازې د طالبانو مشر ملامحمد عمر ورسره مخالف دی.

ملي باور په بنګله دیش کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د بریا مبارکي ویلې ده او لیکي چې د اسیایي جام په سیالیو کې دا بریا د افغانستان لپاره لویه لاس ته راوړنه ده.

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله تردې عنوان لاندې لیکلي، چې په افغانستان کې ګډوډۍ د امریکا ویره او که پلان.

لیکوال د جیمز ډابنز وروستیو څرګندونو ته په اشاره لیکلي، چې دا ډول خبرې دا معنی لري چې که دا سند لاسلیک نه شي نو امریکا به ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې لاس وهنو ته وهڅوي او دلته به بیر ته حالات خراب کړي.

د سرنوشت د سرمقالې د لیکوال په لیکنه، ګمان نه کیږي چې د امریکا له خوا دا ډول فشارونه د امنیتي او دفاعي سند د لاسلیک کولو په برخه کې مثبته نتیجه ورکړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د افغانستان او امریکا لپاره د امریکا د ځانګړي استازي جیمزډابنزهغه خبره را اخیستې چې وایي، د امنیتی سند د لاسلیک ځنډول به افغانستان ته مالي زیان ورسوي.

په دې اړه لیکنه کې د ډابنز له قوله ویل شوي چې امریکا د دې سند د لاسلیک کولو لپاره د افغانستان راتلونکي حکومت ته منتظرپاتې کیدې شي خوامریکا به ترپخوا له دې هیواد سره خپلې پوځي مرستې کمې کړي.

هېواد هم د بنګله دیش د کرکټ پرملي ټیم د افغانستان د ملي ټیم د بریا خبر خپور کړي دی.

په دې اړه لیکنه کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ډیر ستایل شوی په تیره په دې بریا کې د اصغرستانکزي،سمیع الله شینواري او محمد نبی عیسی خیل هلې ځلې د پام وړ بلل شوي.

ویسا غیر دولتي ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي هغه څرګندونې را اخیستي چې وايي، په افغانستان کې پرمختګونوته هیله من دی خو که امنیتي سند لاسلیک نه شي دې هېواد ته به زیات زیانونه ورسیږي.

ویسا د جیمزډابنز په حواله لیکلي، د امنیتي سند نه لاسلیک کول له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پلان ګډوډ کړي دی.

ویسا په یوه بله لیکنه کې دا یوښه خبر بللی، چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د بنګله دیش د کرکټ ملي ټیم ته په خپل هیواد کې ماتې ورکړه.
ویسا د دې بریا له امله د ولسمشرکرزي د مبارکۍ او د افغانستان دکرکټ د ملي ټیم د ستایلو پیغام هم را خیستی او ویلي یی دي چې له دې سره به افغان ورزشکاران نورې هم خپلې هڅې ډیرې کړي.

د کابل چاپ ټولو ورځپاڼود افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د بریا خبر خپور کړی او د افغانستان خلکوته یې د دې بریا مبارکی ویلې ده.

نسیم شفق
XS
SM
MD
LG