د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

د افغان کرکټ د بري په اړه د نړۍ د ګڼو ورځپاڼو تبصرې


د نړۍ ګڼو ورځپاڼو او خبري اژانسونو د کرکټ په اسيايي جام کې له بنګله دېشه د افغانستان د بري په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړي دي.

د نيوزيلنډ هيرالډ تريبيون ورځپاڼې په دې بري کې د اصغر ستانکزي او سميع الله شينواري همکاري، چې په نتيجه کې يې افغانستان ۱۶۰ منډې وکړې، رول مهم بللي دي.

د استرالبا راډيو او اې بي سي انلاين بنګله دېش ته ماتې د افغانستان د کرکټ لپاره تر ټولو ستر بري وباله.

د هند انډيا ايکسپريس ورځپاڼې دا بري د افغانستان يوه بله زړه وره لوبه بللې ده.

سوپرسپورټ ورځپاڼې، چې سپورتي خبرونه او مطالب خپروي، د افغانستان ټيم د نړۍ د لومړي درجه ټيمونو سيال ټيم بللي دي.

(دي هندو) ورځپاڼې هم د افغانستان د ټيم برياليتوب ستايلي او په دې بري کې يې د سميع الله شينواري چې ۸۱ منډې يې وکړې او اصغر ستانکزي، چې ۹۰ منډې يې جوړې کړې، نقش مهم ګڼلي دي.

د بريتانيا کرکټ ورلډ ورځپاڼې د بنګله دېش په وړاندې د افغانستان د کرکټ ټيم برياليتوب تاريخي کاميابي بللې ده.

له کرکټه ورهاخوا سټار تريبيون ورځپاڼې د افغانستان په اړه يوه تبصره په دې پوښتنې پيل کړې چې که بارک اوباما پرېکړه وکړي چې د سږ کال تر پايه له افغانستانه خپل ټول پوځيان وباسي نو د افغانستان لپاره به يې نتيجه څه وي؟

ورځپاڼه دې پوښتنې ته په نورو پوښتنو ځواب ورکوي او ليکي. که اوباما له افغانستانه ټول پوځيان وباسي نو ايا افغان امنيتي ځواکونه به راتلونکي کال د خپل هيواد امنيت وساتلي شي، او حالات به په دغه هيواد کې د کورنۍ جګړې حد ته ونه رسېږي او ايا طالبان به بيا واک ترلاسه نه کړي او القاعده به د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپټمبر د يوولسمې نېټې په شان خطرونه ونه زېږوي؟
XS
SM
MD
LG