د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۰

پاکستاني طالبانو له پاکستاني حکومت سره اوربند اعلان کړ


د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد
د پاکستان د سياسي چارو څارونکي وايي، چې د وسله والو طالبانو له خوا د يوې مياشتې د اوربند اعلانول په اصل کې د پاکستان د حکومت له خوا د اوربند اعلان دى.

دوى دا خرګندونې تر هغې وروسته کوي، چې د پاکستاني طالبانو عمومي وياند شاهد الله شاهد د شنبې په ورځ په يوې خپرې شوې مطبوعاتي اعلاميه کې ويلي دي، چې دوى د پاکستان د ديني عالمانو په غوښتنه او د سولې د خبرو د بيا پيلېدا په هدف، له حکومت سره يو مياشتنى اوربند اعلانوي.

د پاکستاني طالبانو له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې:

" د طالبانو مشرتابه ټولو ګروپونو ته لارښوونه کوي، چې د اوربند لپاره ددې اعلان درناوي وکړي او په دې موده کې خپل ټول جهادي فعالیتونه ودروي"

که څه هم د پاکستان د کورنيو چارو وزير او نورو جګپوړو چارواکيو د طالبانو د اعلان هرکلى کړى او د پاکستاني حکومت د سولې د کوميټې د همغږۍ مسوول عرفان صديقي د پاکستان دولتي راډيو ته ويلي، چې د وسله والو طالبانو له خوا د اوربند اعلان، د اوولس ورځني مذاکراتي بهير مثبته لاسته راوړنه ده.

خو د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان بيا په دې باور دي، چې د وسله والو طالبانو له خوا د اوربند تر اعلانولو وروسته به دوى له يو شمېر چيلنجونوسره مخ شي.

د سياسي او روانو چارو څآرونکي مشتاق يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل، چې وسله والو طالبانو ته به ښايي دا سخته وي چې خپل ملګري پر دې قانع کړي، چې د يوې مياشتې لپاره پر حکومتي اهدافو بريد ونه کړي:

"دا به اوس د طالبانو لپاره هم يو غټ چيلنج وي چې هغوى د يوې مياشتې د ډز بندۍ اعلان وکړ او په دې باندې هغوى عمل وکړي، ځکه چې حکومت دا وايي چې دا ډېر زيات ګروپونه دي، په دوى کې اتفاق نشته، دوى د يو بل خبره نه مني، نو دا خو د طالبانو لپاره به هم يو غټ چيلنج وي، چې خپل ملګري پر دې قانع کړي چې د يوې مياشتې لپاره د حکومت پر ضد کارروايي مه کوئ. "

نوموړى همداراز وايي، چې د وسله والو طالبانو له خوا د اوربند اعلان په اصل کې د پاکستان د حکومت له خوا د اوربند اعلان دى:

"طالبانو دا فيصله هله وکړه، چې کله ادارو او حکومتي خلکو هغوى ته يقين دهاني ورکړله، چې په پاکستان کې به چېرته هم د هغوى پرضد کارروايي نه کوي. د طالبانو مخکې دا شرط و، چې حکومت دې مخکې ډز بند وکړي، ځکه چې جنګ حکومت شروع کړى دى نو بيا به موږ ډز بندي کوو.

نو دې داسې ښکاري، چې حکومت دوى ته يقين دهاني ورکړې ده، چې دوى به د طآلبانو په ضد باندې د ملک په کومه حصه کې هم څه قسمه کارروايي نه کوي. ددې مطلب دا دى چې د پاکستان حکومت پخپله باندې د ډز بندۍ اعلان وکړ."
مشتاق يوسفزى همداراز وايي، چې د طالبانو له خوا د اوربند تر اعلانولو وروسته د پاکستان حکومت هم په شمالي وزيرستان کې خپل هوايي بريدونه بند کړي دي او په خبره يې، چې دا اوس نه ده معلومه، چې آيا طالبان به دا اوربند وغځوي او که نه؟

د پاکستاني طالبانو له خوا ددې يو اړخيز اوربند اعلان په داسې حال کې شوى، چې په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ د سولې د خبرو د بیا پیل هڅې ناکامه شوې.

د يادونې وړ ده، چې پاکستاني وسله والو طالبآنو په داسې وخت کې د يو مياشتني اوربند اعلان کړى، چې ددې هېواد صدراعظم د تېرې سېشنبې په ورځ د خپلې کابينې له غړيو سره په کتنه کې پر پاکستاني وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له کوم شرط او غوښتنې پرته دې اور بند اعلان کړي او د پاکستان اساسي قانون دې ومني.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG