د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

په کابل کې له ۷۵۰۰ ښوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د ښوونکو د مهارتونو په سراسري آزموینې کې کومو ښوونکو چې لوړې نومرې واخیستلې؛ معاش به یې لوړ شي.

په کابل کې د شنبې په ورځ له ۷۵۰۰ ښځینه او نارینه برحالو ښوونکو څخه د سید جمال الدین افغان په دارالمعلیمن او حبیبیې لیسې کې دا آزموینه واخیستل شوه؛ چې نتیجه به یې هم دوه اونۍ وروسته معلومه شي.

د پوهنې وزارت مرستیال اسدالله محقق د ښوونکو د مهارتونو د سراسري آزموینې پرمهال خبریالانو ته وویل چې؛ دا آزموینه په یوه ورځ په ټولو ولایتونو له پنځه دیرشو زرو ښوونکو څخه اخیستل کیږي.

"سږ کال ټولټال پینځه دېرش زره معلمین د ښوونکو د مهارتونو سراسري آزموینه ورکوي او اناشاالله د دې آزموینې په نتیجه کې سربیره پر دې چې د معلمینو لیاقت معلوم کیږي."

ښاغلي محقق وویل، هر ښوونکي چې په دې ازموینه کې لوړې نومرې واخیستې؛ معاش به یې د رتبې له مخې له شپږو زرو نیولې تر شلو زرو افغانیو پورې لوړ شي.

هغه ونه چې یو ښوونکی باید په دې ازموینه کې له څومرو نومرو څومره وګټي؛ تر څو یې معاش لوړ شي.

د دې وزارت په خبره تر دې وړاندې هم له شاوخوا یو لک ښوونکو څخه د ښوونکو د مهارتونو آزموینه اخیستل شوي.

په عین وخت کې هغه ښوونکي چې پخوا یې د مهارتونو آزموینه ورکړې د پوهنې وزارت په دې پروسې انتقادونه کوي.

د کابل د ریشخورو د نجونو د لیسې یوې ښوونکې ریحانې ازادي راډیو ته وویل چې؛ نوموړې دا ازموینه ورکړې؛ خو په معاش کې یې یوازې زر افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

ریحانې د رحمان مینې د لیسې یوې بلې ښوونکې زرغونه حلیمي وايي؛ د پوهنې وزارت چې څه ژمنې کړي نه یې دي عملي کړي:

"په ټول افغانستان ښوونکي د معاش په لحاظ بیچاره دي؛ ځکه دوی ډېر کم معاش لري او اکثره هغه ښوونکي چې د رتبې له مخې معاشونه یې تعین شوي؛ هغه وعدې چې د پوهنې وزارت ورسره کړي؛ هغه نه دی پوره شوي، معاشونه یې ډیر کم لوړ شوی، زما معاش اول اته زره افغانۍ و؛ خو اوس د رتبې د معاش له مخې نهه رزه نه سوه افغانۍ شوي او بله کومه مثبته نتیجه نه لري.

ما دا آزموینه ورکړی یو څه زما معاش لوړ شوی خو قانع کننده نه دی."


د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون اجرایوي رییس الله نواز صافي وویل چې؛ د ښوونکو د مهارتونو آزموینه پرته له نورستان او ډایکندي څخه د هېواد په ټولو ولایتونو کې اخیستل کیږي.

په نورستان او دایکنډي ولایتونو کې د یخې هوا له کبله دا ازموینه ځنډیدلې.

د پوهنې وزارت او اداري اصلاحاتو کمیسیون چارواکو ژمنه وکړه چې؛ په دې آزموینه کې به هغو کسانو ته فرصت ورکول کیږي چې؛ لیاقت او وړتیا لري.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG