د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

"د امنيتي موافقې پر سر ناټو پر افغانستان فشار زيات کړی "


د ناټو دفاع وزيران وايي، دې ته تيار دي چې له افغانستانه خپل ټول پوځيان وباسي.

دا د وال ستريټ ژورنال ورځپاڼې د مقالې عنوان دي.

وال ستريټ ژورنال په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو غونډې ته په اشارې ليکي؛ د ناټو دفاع وزيرانو د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په خپله غونډه کې خبرداری ورکړ چې؛ که افغانستان امنيتي موافقه لاسليک نه کړه؛ نو دوی هم تيار دي چې، له دې هېواده خپل ټول پوځيان وباسي.

د وال ستريټ ژورنال ورځپاڼې له ليکنې سره سم؛ د ناټو سرمنشي په زغرده وويل؛ که امنيتي تړون نه وي د ناټو پوځيان به هم له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې نه وي.

ټايمز ورځپاڼې هم له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو د خبرداري په اړه تبصره کړې او ويلي يې دي چې، د امريکا او ناټو چارواکو له لوري له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو خبرداريو طالبانو ته ګټه رسولې او هغوی يې زړه ور کړي دي.

ورځپاڼې د پوځيانو د ايستلو په اړه د ولسمشر بارک اوباما وروستيو څرګندونو ته اشاره کړې او بيا يې د دغه هېواد د لوي درستيز د چهارشنبې د ورځې د هغو څرګندونو يادونه کړې چې؛ ويلي وو، دا مساله د افغان امنيتي ځواکونو روحيه کمزورې کوي او د هغوی د دښمنانو روحيه پياوړې کولي شي.

خو ټايمز وايي، د حامد کرزي له لوري د امنيتي موافقې نه لاسليک کولو د امريکا ولسمشر مايوسه کړي دي.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې هم په همدې موضوع ليکنه خپره کړې او په هغې کې يې ويلي چې؛ د امنيتي موافقې پر سر ناټو پر افغانستان فشار زيات کړی دی.

لاس انجلس ټايمز د ولسمشر اوباما او د ناټو د سرمنشي وروستۍ څرګندونې د امنيتي موافقې د لاسليک کولو لپاره د افغانستان پر حکومت فشار بولي.

لاس انجلس ټايمز د ناټو خبرداري له سپينې ماڼۍ سره په هماهنګۍ کې بولي ځکه چې د دې ورځپاڼې په وينا د ناټو سرمنشي يوه ورځ وروسته له دې وويل چې؛ که امنيتي موافقه په منځ کې نه وي؛ نو د دوي پوځيان به هم له ۲۰۱۴ په افغانستان کې نه وي، چې ولسمشر اوباما کرزي ته په ټېلفون کې د ټولو پوځيانو د ايستلو لپاره د پلان جوړولو خبره وکړه.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه په عين حال کې افغانستان ته د ټولو پوځيانو د ايستلو خبرداری جدي بللی او ويلي يې دي چې، د پنجشنبې په ورځ د امريکا دفاع وزير چک هېګل او د ناټو د نورو غړيو هيوادونو دفاع وزيرانو هيله څرګنده کړه چې؛ د دې تړون پلان جوړوونکي به د سږکال په پای کې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو د ايستلو د احتمال لپاره ځانونه تيار کړاي شي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې بيا ليکلي چې؛ لوېديځوال له افغانستانه وتلو ته زيات لېوال نه دي.

نيويارک ټايمز وايي، که د ناټو د دفاع وزيرانو د بروکسل خبرو ته په دقت غوږ ونيول شي؛ نو داسي ښکاري چې ټول وتلو ته تياري نيسي.

د امريکا له ولسمشره وروسته د ناټو سرمنشي راسموسن هم د پوځيانو د ايستلو خبرداري ورکړ مګر راسموسن په عين حال کې وويل: "اجازه راکړئ په دې تاکيد وکړم چې موږ دې ته ترجيح نه ورکوو."
XS
SM
MD
LG