د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۸

ناټو: افغانستان کې د خپلو حضور په اړه به ټول امکانات په پام کې نیسو


د ناټو د دفاع وزیرانو نن په بروکسل کې په یوه غونډه کې موافقه وکړه چې؛ د افغانستان په راتلونکي کې د خپلو حضور په اړه به ټول امکانات په پام کې نیسي او پلانونه به جوړوي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن نن وویل، په دې کې د روان کال ترپایه د ټولو عسکرو د ایستلو امکان هم شامل دی.

راسموسن چې نن یې په برکسل کې خبریالانوته څرګندونې کولې، ټينګار وکړ چې پر ټولو امکاناتو د غورکولو پریکړه یې د هغه ځنډ له امله کړې چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په لاسلیک کې رامنځ ته شوی دی.

راسموسن وویل، د دې ځنډ په خاطر ښايي ونه شي کولای چې تر ۲۰۱۴ (م) کال وروسته په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

راسموسن پرون هم پر ټولو امکاناتو د غور خبره کړې وه . ده پرون په بروکسل کې خبریالانوته وویل:

"موږ پرصفر انتخاب خبرې نه کوو بلکه د خپل غوره انتخاب په اړه بحث کوو چې هغه تر ۲۰۱۴ (م) کال وروسته افغانستان ته د ناټو د روزنیز ماموریت استول دي چې د (ثابت ملاتړماموریت) ورته وایو او پلانونه یې جوړوو .

خو واضح ده چې په سیمه کې موجودو حقایقو ته باید فکر وکړو او حقیقت دا دی چې تر اوسه هم د امریکا او افغانستان ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون نه دی لاسلیک شوی."


اندرس فوګ راسموسن ټینګار وکړ چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیز تړون لاسلیک به په دې هیواد کې د ناټو د ماموریت د راتلونکي لپاره ټاکونکې وي:

"زه دا مساله داسې خلاصه کوم چې حامد کرزی ښايي دا تړون نه لاسلیکوي نو باید د ټولو امکاناتو لپاره پلان ولرو .

خو په عین وخت کې دا امکان هم باید له پامه ونه غورځوو چې د افغانستان راتلونکی حکومت ښايي دا تړون لاسلیک کړي نو د روزونکي ماموریت د استولو پلان هم باید ولرو ."

سپينې ماڼۍ وړمه ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې جمهور ریس بارک اوباما د دې هیواد د دفاع وزارت ته امر کړی چې که چیرې د روان کال ترپایه د ټولو عسکرو دوتلو پریکړه وشي، نو د دفاع وزارت باید په منظم ډول د ځواکونو د ایستلو پلانونه په لاس کې ولري.

خو اعلامیې وویل، جمهور ریس اوباما د افغانستان د نوي حکومت د غوښتنې په صورت کې له دې هیواد سره د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیک امکان هم له پامه نه دی غورځولي.
XS
SM
MD
LG