د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ کب ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۵۱

"امنیتي او دفاعي تړون دې له ټاکنو مخکې لاسلیک شي"


د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د ولسمشر کرزي او بارک اوباما د ټیلیفوني خبرو او د کونړ د پیښې په اړوند له دندو د نهو افسرانو د لیرې کولو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ویسا:

ویسا غیر دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې بارک اوباما له ولسمشر کرزي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې امنیتي او دفاعي تړون باید له انتخاباتو مخکې لاسلیک شي.

په دې اړه لیکنه کې راغلي، چې بارک اوباما جمهور رییس کرزي ته ویلي، چې پنټاګون ته یې لارښوونه کړې چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو پر پلان کار وکړي.

ویسا دغه راز لیکلي، چې ولسمشر کرزي یو ځل بیا بارک اوباما ته ویلي چې د سولې پروسې د عملي پیلیدو لپاره په ګډه کار وشي ترڅو د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کولو ته زمینه برابره شي.

ویسا د کونړ د پیښې په اړوند د دفاع وزارت له خوا له دندو د نهو افسرانو د لیرې کولو په اړه هم یو مطلب لیکلی دی.


انیس دولتي ورځپاڼې هم د افغانستان او امریکا د جمهورو رییسانو د ټیلیفوني خبرو په هکله لیکنه خپره کړې.

انیس لیکلي، کرزي او اوباما د راتلونکو انتخاباتو لپاره پر تیاریو، د سولې د پروسې، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند او پر نورو سیمه يیزو مسایلو خبرې وکړې.

د انیس په لیکنه بارک اوباما په کونړ کې د ملي اردو د یو ویشت تنو سرتیرو د وژل کیدو په اړه له جمهور رییس کرزي سره غمشریکي کړې ده.

ملي باور غیر دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د دفاع وزارت له خوا د نهوو افسرانو د لرې کیدو په اړه لیکلي او دا یې یو اقدام بللی دی.

د سرمقالې د لیکوال په خبره د دې کسانو پر ځای باید با تجربه او غوره کسان په دندو وګمارل شي ترڅو خپلې دندې په مسوولیت ترسره کړي او بیا داسې کومه پیښه ونه شي.

په سرمقاله کې راغلي، د کونړ د غازي اباد په پیښه کې د دې ولایت ځایي ادارې ته هم د انتقاد ګوته نیول کیږي چې ولې یې د افغانستان د ملي امنیت له خوا ورکړل شوي معلومات په پام کې نه دي نیولي.

د ملي باور د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کړې چې؛ د دې ډول حملو او تلفاتو د مخنیوي لپاره یوازې شعارونه کافي نه دي بلکې ښو تاکتیکونو، پیاوړو استخباراتي او کشفي فعالیتونو او داسې نورو ته جدي اړتیا شته.

ملي ارمان غیر دولتي ورځپاڼې د غور ولایت د اوسیدونکو هغه خبرې خپرې کړي چې وایي په کونړ کې د ملي اردو د سرتیرو د وژل کیدو مسوول جمهور رییس دی.

په دې اړه لیکنه کې راغلي چې په کونړ کې د ملي اردو د سرتیرو د وژل کیدو له امله د غور په مرکز چغچران کې د اعتراض په توګه بازار تړل شوی او خلک غوښتنه کوي چې ولسمشر کرزی باید د هېواد د دښمنانو پر وړاندې واضح سیاست غوره کړي.

ملي ارمان په دې اړه یوه بل مطلب کې لیکلي چې په کابل ښار کې د ساعت له برج سره د شمعو په روښانه کولو سره د کونړ په غازي اباد کې د ملي اردو د وژل شویو سرتیرو یادونه وشوه.

سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو په اړه لیکلې او وایي، چې یو علت یې د امنیتي ځواکونو ترمنځ نه هماهنګي ده.

لیکوال لیکي: د امنیتي چارواکو مسوولیت نه پیژندنه، بې پروایي، امنیتي ځواکونو ته په وخت لازم اکمالات او تجهیزات نه رسیدل او کار اهل ته یې نه سپارل هغه ستونزې دي چې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات یې زیات کړی دي.

د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي ترڅوچې افغانان سره یونشي،اختلافات لري نکړي،له تعصبه لاس پرسرنشي،قدرت طلبي پرې نږدي او د فساد پرضد جدي مبارزه ونشي دا ستونزې به همداسې موجودې وي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG