د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

"د کونړ د پیښې په اړه خلک ولسمشر کرزي ته زیات په غوسه دي"


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو په کونړ کې د وسله والو له خوا د ملي پوځ د ۲۱ عسکرو د وژنې په اړه مضمونونه او مقالي خپرې کړې دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه لیکلي: د دې کسانو وژنې او د افغان حکومت نه غبرګون زیات شمېر خلک په غوسه کړي دي.

ورځپاڼه لیکي:

خلک جمهور رئیس کرزي ته زیات په غوسه دي چې د ملي پوځ د وژل شویو عسکرو د یادښت په مراسمو کې یي ګډون ونه کړ. خو ورځپاڼې د حکومتي چارواکو په حواله لیکلي، جمهور رئیس کرزي د دغې پیښې له امله بهر ته خپل سفر لغوه کړ.

له جمهور رئیس کرزي څخه خلک په دوو نورو پیښو کې هم زړه بدي دي او د طالبانو په ملاتړ یي تورنوي.

ورځپاڼې له باګرام زندانه د پنځه شپیتو طالب بندیانو د خوشې کولو مسالې ته اشاره کړي او لیکي، چې د امریکا او ناټو له انتقادونو سره سره، دا طالب بندیان د جمهور رئیس کرزي له خوا خوشې شول.

له بلې خوا، جمهور رئیس کرزي د طالبانو یو قوماندان چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې ووژل شو، شهید وباله او د هغه کورنۍ ته یي خاصي دولتي اسانیتاوې برابرې کړې چې مړی یي خپل اصلی ټاټوبي ته ورسوي.

نیویارک ټایمیز ورځپاڼه لیکي:

یو شمېر افغان سیاستوال او د مدني ټولنو غړي په دې باور دي چې جمهور رئیس کرزی د ملي پوځ د عسکرو د قربانیو قدر نه کوي او په ځای یي د طالبانو د ملاتړ خبرې کوي.

ګارډین:

انګلستان چاپ، ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکې:

که څه هم چې جمهور رئیس حامد کرزی حاضر نه دی چې له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، خو د ناټو دفاع وزیران بیا هم په راتلونکي غونډه کې په افغانستان کې د خپلو عسکرو په شمېر بحث کوي.

ورځپاڼه لیکي:

که چېرې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما له جمهور رئیس کرزي سره د لفظي شخړو له امله له افغانستانه د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو پریکړه وکړي دا به یو ستر بدلون وي.

جمهور رئیس اوباما له څه مودې راهیسي بېلابېل ګواښونه کوي، خو وروستۍ پریکړه یي نه ده کړې.

د ورځپاڼې په باور، په دې اړه دوه دلایل موجود دي. یو دا چې امریکا نه غواړي د عراق تجربه تکرار کړي او بله دا چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د تروریزم پر ضد مبارزه به په سیمه کې د یو شمېر امریکایي عسکرو له حضور پرته ناممکنه وي.

ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان د حکومت په دننه کې داسې فکر پیدا شوی چې امریکا به د مالي او سیاسي ملاحظاتو پرته خپل یو شمېر عسکر په افغانستان کې وساتي او له همدی امله ده چې جمهور رئیس کرزی د امنیتي تړون په اړه د متحده ایالاتو د ضرب الاجلونو زیات خیال نه ساتي.
XS
SM
MD
LG