د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ کب ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۴۰

د کونړ په پیښه کې پړه چارواکي ولې استعفا نه کوي؟


د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې هم په کونړ کې د یویشتو افغان سرتیرو د وژنې د پیښې په اړه مقالې لیکلي دي.

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي هغه څوک چې د دې پیښې په پیښیدو کې پړ دي، ولې استعفا نه کوي.

ورځپاڼې ليکلي د دفاع وزارت د دې پيښې په وړاندې مسوولیت لري او د دې وزارت هیڅ جګپوړی چارواکی له دې نه اوږې نه شي سپکولای.

په سرمقالې کې راغلي که افغانستان اوس یو په قانون څرخیدونکی دولت درلود نو ټولو هغو چارواکو به استعفاوې کړې وې او یا به هم ګوښه شوي وو چې په دې پيښه کې د مسوولیت احساس کوي.

ویسا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې د دفاع د وزیر بسم الله محمدي نظر راخیستی چې ویلي یې دي، طالبانو دغه حمله د یوه هېواد د استخباراتو په مرسته کړې وه.

په مطلب کې همدا راز راغلي چې دا پیښه به په افغانانو کې د غچ اخیستنې احساسات نور هم پياوړي کړي.

ویسا خپله سرمقاله هم په همدې مسلې کښلې.

په سرمقالې کې راغلي، دغه پيښه باید افغان ولس راویښ کړي او د روانې جګړې په ژورتوب ته یې پام شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د دې پیښې په اړ ځینې پوښتنې مطرح کړي دي.

د هېواد په سرمقالې کې راغلي، په کونړ کې د ملي اردو عسکرو شپږ ساعته مقاومت کړی و، خو بیا هم کومه مرسته نه وه ور رسیدلې.

په سرمقالې کې راغلي، پو ښتنه دا ده چې ولې د دفاع وزارت په دومره وخت کې اضافي ځواکونه ور ونه لیږل او ولې بهرنیو ځواکونو ورسره مرسته ونه کړه.

محور ورځپاڼې هم په همدې مسلې سرمقاله لیکلي:

په سرمقالې کې راغلي تیره ورځ هیچا د قوم، ژبې او سمت خبره نه کوله او هر چا د افغانستان اردو ته د زمریو خطاب کاوه.

محور لیکلي د دغو وژل شویو کسانو د کورنیو د حال او احوال اخیستل د دولت او خلک مسوولیت دی او دولت باید د مرستې یو داسې میکانیزم جوړ کړي چې له فساد څخه پاک وي.

په سرمقالې کې راغلي، نور نو څومره قربانۍ باید ورکړل شي او باید چې د دارنګه پيښو د مخنیوي لپاره کار وشي.
XS
SM
MD
LG