د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

وسله والو د پاکستاني طالبانو د مرکزي شورا پخوانى مشر وژلى


راپورونه وايي، چې نامعلومو وسله والو د پاکستاني وسله والو طالبانو د مرکزي شورا غړى عصمت الله شاهين بيټنى په ډزو وژلى دى.

پاکستاني رسنۍ د دې هېواد د امنيتي سرچينو له قوله خبر ورکړى دى، چې نامعلومولو وسله والو د دوشنبې په ورځ سهار د افغانستان پولي ته څېرمه د شمالي وزيرستان د غلام خان په درګه منډيي نومي سيمه کې پر يوه موټر ناتاره ډزې کړي، چې په ترڅ کې يې د پاکستاني طالبانو د مرکزي شورا پخوانى مشر او اوسنى غړى عصمت الله شاهين بيټنى وژل شوى دى.

راپورونه همدا راز وايي، چې په ډزو کې د عصمت الله شاهين په ګډون درې تنه نور هم وژل شوي دي، چې ګومان کېږي د نوموړي ساتونکي به وي.

عصمت الله شاهين بيټنى د وسله والو پاکستاني طالبانو د مهمو قومندانانو له ډلې څخه و، چې د تېر کال د نومبر په لومړۍ نېټه په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د پاکستان وسله والو طالبانو د مشر حکيم الله مسود تر وژنې وروسته، د پاکستاني طالبانو لنډمهاله مشر هم پاتې شوى و.

نوموړى د جنوبي وزيرستان د ېټني قبيلې اوسېدونکى و او د وسله والو پاکستاني طآلبانو له مهمو او سخت زړو قومندانانو له جملې ګڼل کېده.

په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو د مرکزي شورا جپګوړى غړى په داسې وخت کې وژل شوى، چې په دې هېواد کې د وسله والو پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خپرې اترې، چې څو ورځې وړاندې پيل شوې وې، ځنډېدلي دي.

همدا راز په دې وروستيو کې د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په مير علي او د خيبر ايجنسۍ په تيراه کې د سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو او پټځايونو هوايي بريدونه پيل کړي دي، چې تراوسه پورې يې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې وړ ده، چې پاکستاني وسله والو طالبانو لا تر دې دمه د عصمت الله شاهين د وژنې تاييد يا ترديد نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG