د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

په خيبر پښتونخوا کې چاودنې ٩ کسان ووژل او ١٥ نور ټپيان کړل


د خيبر پښتونخوا ايالت په کوهاټ ښار کې امنيتي چارواکي وايي، چې يوې بمي چاودنې لږ تر لږه ٩ کسان ووژل او ١٥ نور يې ټبيان کړل.

د خيبر پښتونخوا د امنيتي مسووليتو د وينا له مخې، د يکشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د کوهاټ - هنګو پر لويه لار په "پشاور چوک" نومي سيمه کې، کوهاټ پوليس لاین ته څېرمه بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې ٩ کسان مړه او ١٥ ټپيان شوي.

امنيتي مسوولين همداراز وايي، تر چاودنه وروسته يې د پېښې سيمه محاصره کړې ده او تلاشي عمليات يې پيل کړي دي. دوى همداراز وايي، چې ټپيان يې د کوهاټ پوځي او دولتي روغتونونو ته لېږدولي دي، چې د ځينو حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر لوړ شي.

د کوهاټ د چاودنې په اړه د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر ناصر خان دراني له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې په چاودنه کې يو سوزوکي موټر په نښه شوى دى، چې پکې ناست ټول کسان وژل شوي دي:

" د لومړنيو راپورونو له مخې بايد ووايم، دا چاودنه د کوهاټ_ هنګو پر لويلږه لار د "پشاور چوک" په سيمه کې د سپرلو په يوه موټر کې شوې ده، چې په ترڅ کې يې په موټر کې ناست ټول مسافر وژل شوي دي، خو زه په دې اړه اوس څه نه شم ويلاى، چې آيا دا بمي چاودنه وه او يا ځانمرګى بريد و."

د کوهاټ د بمي چاودنې يو تن عيني شاهد ازادي راډيو ته وويل، چې د چاودنې غږ دومره زورور و، چې تر ډېرو لرې پرتو سيمو پورې واورېدل شو:

"دا چاودنه چې وشوه، دا ډېره زوروره چاودنه ده، چې غږ يې تر ډېرو ليرو پرتو سيمو پورې واورېدل شو او خلک يې ډېر زيات ووېرول. چاودنه په يوه سوزکۍ کې وشوه، په سوزکۍ کې چې کوم خلک ناست وو، ٥ په کې مړه شوو او نور ټول ټپيان وو او يو څو لارويان هم ټپيان شوي وو."

کوهاټ د خيبر پښتونخوا جنوب لويديځ ته، شمالي او جنوبي وزيرستان ته نزدې پروت ښار دى، چې له ادم خېلو درې سره هم نښتې پوله لري، چې په ٢٠١٠م کال پکې پاکستاني پوځيانو پراخ عمليات ترسره کړي وو.

د خيبر پښتونخوا ايالت په کوهاټ کې دا بمي چاودنه په داسې وخت کې شوې ده، چې د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ پيل شوې خبرې ځنډېدلي دي او پاکستاني پوځ د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان او همداراز د خيبر ايجنسۍ په تيراه کې د وسله والو طآلبانو پر مرکزونو هوايي بريدونه پيل کړي دي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د خيبر پښتونخوا ايالت مشر وزير پرويز خټک د کوهاټ د بمي چاودنه غندلې ده.
د يادونې وړ ده، چې د کوهاټ په پولس لاېن کې د بمي چاودنې مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دى اخيستى.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG