د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

"افغان حکومت او طالبان هڅه کوي د باور د پیدا کېدو لپاره درېیم ګړی پیدا کړي"


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼود نورو لیکنوترڅنګ په متحده عربي اماراتو کې له طالبانو سره د سولې د عالي شورا د پلاوي د خبرو اترو او د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د چین د دریځ په هکله مطالب خپاره کړي.

محور:

محور غیردولتي ورځپاڼې لیکلي چې؛ په دوبۍ کې د سولې خبرې اترې د افغانستان د سولې د عالي شورا له خوا مثبتې بلل شوي او دواړه خواوې هڅې کوي چې؛ د باور د پیدا کیدو لپاره درېیم ګړی پیدا کړي.

په دې اړه تحلیلي مطلب کې راغلي چې؛ تراوسه د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د باوري درېیم ګړي معیار نه بریتانیې پوره کړی او نهم ترکیې او سعودي عربستان.

د محور د دې مطلب لیکوال اندیښنه ښودلې چې؛ د سولې په موضوع کې په طالبانو کې رامنځ ته شوی انشعاب کیدای شي؛ د سولې پروسې ته زیان ورسوي.

سرنوشت:

سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې په یوه لیکنه کې ویلي چې؛ د سولې د عالي شورا پلاوي او طالب مشرانو د سولې د خبرو پردوام ټینګار کړی.

دې ورځپاڼې د سولې د عالي شورا په حواله لیکلي؛ چې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو له څلور کسیز پلاوي سره لیده کاته شوي چې؛ مشري یې د طالبانو پر مهال د مالیې وزیر ملا اغاجان معتصم کوله.

سرنوشت "چین لاهم د ولسمشر کرزي په څنګ کې؛ ترعنوان لاندې په یوه بل مطلب کې لیکلي چې؛ چین له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند د لاسلیک کولو په برخه کې د افغان حکومت له پریکړې هرکلی کوي.

په دې اړه لیکنه کې د چین د بهرنیو چارو د وزیرله قوله ویل شوي چې؛ د کابل او واشنګټن د اړیکو پراختیا باید د افغانستان له ملي حاکمیت سره مرسته وکړي او د سیمې مشروعیت په کې په پام کې ونیول شي.

ملي باور:

ملي باور غیردولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د افغانستان په ثبات کې د چین د ونډې په اړه لیکلې ده.

لیکوال لیکي، چین د افغانستان هغه ښه ګاونډی دی چې؛ تراوسه یې د دې هیواد په چاروکې مداخله نه ده کړې بلکې د دې هېواد د پراختیا لپاره یې مهم رول لوبولی دی.

د ملي باور د سرمقالې لیکوال لیکلي؛ د نورو برخوترڅنګ باید د افغانستان د ځواکونود روزنې په برخه کې هم د چین له وړتیاوو نه ګټه واخیستل شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم د افغانستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو د لیدنې او د کرنې په برخه کې د یوه تړون د لاسلیک کولوپه اړه لیکنه کې خپره کړې.

په دې اړه لیکنه کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویل شوي؛ که چیرې افغانستان د امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې په برخه کې له چین نه مرسته وغواړي؛ نو دوی تیار دي چې همکاري وکړي.

ویسا:

ویسا غیردولتي ورځپاڼې هم د نورو مطالبو ترڅنګ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سولې د عالي شورا او د طالبانو د پلاوي د خبرو اتروپه اړه لیکنه خپره کړې.

په دې اړه د سولې د عالي شورا په قول ویل شوي؛ چې پریکړه شوې ترڅو د خبرو لړۍ دې د هیواد په دننه او بهر کې په همدې ډول دوام وکړي.

په دې اړه مطلب کې راغلي چې؛ د سولې د عالي شورا او طالبانو پلاوو ویلي چې، دا ډول غونډې کولای شي مثبتې نتیجې ته ولري او په افغانستان کې دایمي سولې ته زمینه برابره کړي.

خو ویسا لیکلي، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په متحده عربي اماراتو کې غونډه رد کړې او ورسره یې مخالفت څرګند کړی دی.

چمتو کوونکی: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG