د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

سپينې ماڼۍ په اوکراين کې وروستى پرمختګ وستايه


د سپينې ماڼۍ په پرونۍ اعلاميه کې له بند څخه د اوکراين د پخوانۍ صدراعظمې يوليا تيموشينکو د خوشې کېدو هرکلى شوى.

دغه راز په کې راغلي چې امريکا به د يوه قوي، نېکمرغه، يوموټي او ډيموکراتيک اوکراين د ملاتړ لپاره له خپلو متحدانو او روسيې سره ګډ کار وکړي.

تر دې مخکې روسيې خبردارى ورکړ چې بهرنۍ غيرقانوني ډلې کييف تر خپل کنټرول لاندې راولي خو د اپوزيسيون مشران ورباندې سترګې پټوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په پرونۍ اعلاميه کې ويل شوي، د اوکراين اپوزيسيون نه دى توانېدلى له خپله اړخه پر هغې موافقې عمل وکړي، چې هدف يې د اوکراين د سياسي بحران پايته رسول دي.

اعلاميه زياتوي د اوکراين اپوزيسيون داسې تازه غوښتنې کوي، چې ځان په خپله هغو سخت دريځو وسلوالو او لوټمارو ته سپاري چې اعمال يې د اوکراين ملي او د قانون حاکميت ته ګواښ پېښوي.

د فرانسې او جرمني د بهرنيو چارو وزيرانو د اوکراين له حکومت او اپوزيسيون څخه غوښتي چې د سولې موافقې ته درناوى وکړي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير په يوه اعلاميه کې له دواړو لوريو غوښتنه کړې، چې په خپلو کې دې د باوري اړيکو جوړول پيل کړي.

ده ويلي، اوس مهال د دواړو لوريو لپاره لومړيتوب دا دى، چې د يوه داسې ثابت حکومت پر جوړولو خبرې وکړي، چې ټولو ته د منلو وړ وي.

په همدې حال کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوران فابيو له دواړو اړخونو وغوښتل چې له تاوتريخوالي ډډه وکړي.

د پولنډ د بهرنيو چارو وزير رادوسلاف سيکورسکي پر خپله ټويټر پاڼه هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په کييف کې وروستۍ پېښې له يوې کودتا سره برابرې دي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيګ وويل په اوکراين کې د مهمو پرمختګونو په اړه د اروپايي ټولنې له همکارانو سره په تماس کې دى.

ده ويلي په اوکراين کې د نوي حکومت د تشکيل په ملاتړ به د اروپايي ټولنې له همکارانو سره له نژدې کار وکړي.
XS
SM
MD
LG