د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۵۱

"په ولایتونو کې د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ژر پیلیږي"


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون مسوولین وایي چې ډیر ژر به د انتخاباتو د اهمیت په اړه د خلکو د پوهولو یو پروګرام پيل کړي.

په داسې حال کې چې د انتخاباتو د څار ځینې موسسې وایي؛ په اکثرو ولایتونو کې لا هم خلک د انتخاباتو په هکله پوره معلومات نه لري؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خلکو ته د عامه پوهاوي یو نوی پروګرام پيلوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رییس ضیا الحق امرخیل وايي؛ یو زره او پنځه سوه مبلغین موظف شوي چې؛ په ولایتونو کې د انتخاباتو د اهمیت په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

امرخیل وایي چې، په دې مبلغینو کې دیني عالمان او قومي مشران هم شامل دي.

"هغه مواد چې د عامه پوهاوي لپاره اړین دي؛ انتقال یې ولایتونو ته تکمیل شوی دی. همدا راز مبلغین هم ګمارل شوي او روزنه یې تکمیله شوې او عملاً په ساحه کې کار کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون همدا رنګه نور پروګرامونه هم په پام کې لري؛ د سمینارونو له لارې، د غونډو له لارې، علماوو سره متنفذینو خویندو سره او نورو سپین ږیرو سره هم تر څو د هغوی له لارې د ټاکنو خپلواک کمیسون واقعي پیغام د افغانستان نجیبو او شریفو خلکو ته ورسوي.
"

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ ولسمشر کرزي هم له دیني عالمانو سره په غونډه کې له هغوی نه وغوښتل چې؛ خلک د جوماتونو او مدرسو له لارې وهڅوي څو په انتخاباتو کې برخه واخلي.

بل خوا فیفا یا د آزادو او عادلانه انتخاباتو موسسه وایي چې؛ تر اوسه په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د انتخاباتو د اهمیت او مسایلو په هکله پوره معلومات نه دي ورکړل شوي.

د دې موسسې ویاند فهیم نعیمي آزادي راډیو ته وویل چې؛ د دیني عالمانو په واسطه به دغه پروګرامونه هغه وخت لا ښه نتیجه ورکړي چې؛ ښځینه مبلغینې هم په کې وي څو ښځو ته د انتخاباتو د اهمیت په اړه معلومات ورکړي.

"مهمه داده چې د دوی شمېر څومره دی؛ آیا ټولو هغو سیمو کې چې باید تبلیغات وشي رسیدلې شي کنه؟

د ولسوالیو شمیر ډیر زیات دی او هلته خلک ډېر معلوماتو ته اړتیا لري؛ دا مبلغینو ته اړتیا لري چې هلته لاړ شي او تبلیغ وکړي.

موږ هیله مند یو چې بدې مبلغینو کې ښځینه مبلغینې هم وي د دې لپاره چې ښځینه مبلغینې ښځو ته معلومات ورکړي چې؛ ښځې باید په کومو شرايطو کار وکړي او څنګه باید د ټاکنو په ورځ د راې ورکولو مرکزونو ته لاړې شي او رایې ورکړي."


د ځینو کتونکو په باور په انتخاباتو کې ګډون د خلکو په هڅولو کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو کمپاینونه هم مهم رول لوبولی شي او باید چې د خپلو کمپاینونو له لارې خلک د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه خبر کړي.

دوی وايي چې دا کمپاینونه هم تراوسه یوازې په ښارونو کې متمرکز دي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG