د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

"افغانستان باید هره ورځ پاکستان ته احتجاج وکړي"


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو او د حوت د درېیمې نیټې په تاریخي پیښې مقالې او تبصرې خبرې کړي دي.

سرنوشت:

د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی، افغانستان باید هره ورځ پاکستان ته احتجاج وکړي.

په سرمقالې کې راغلي پاکستاني چارواکي وايي؛ وسله والو یې درویشت تنه عسکر د افغانستان په خاوره کې وژلي او له همدې امله یې خپل احتجاج رسماً د افغانستان حکومت ته سپارلی دی.

خو د سرمقالې لیکوال کښلي، که څه هم افغان دولت وايي چې لا معلومه نه ده چې؛ دا پيښه د افغانستان په خاوره کې شوې او که نه، خو که دارنګه پيښې د احتجاج د څرګندونو لامل کیږي؛ نو افغانستان باید هره ورځ دارنګه احتجاجونه وکړي.

سرنوشت لیکلي، د افغانستان د دولت پر ضد د وسله والو روزل او بیا یې د حملو لپاره دې هېواد ته استول؛ د پاکستان د پوځ او استخباراتو رسمي پاليسي پاتې شوې او همداسې یې دوام هم ورکړی.

محور:

محور ورځپاڼې د پاکستان له زندانونو د افغان طالبانو د خوشې کیدو مساله څیړلې ده.

محور لیکلي افغان دولت له دې امله د طالب زندانیانو په خوشې کېدو ټینګار کوي چې؛ دا کسان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

ورځپاڼې لیکلي خو تراوسه خوشې شویو طالب چارواکو د سولې له پروسې سره مرسته نه ده کړې.

په سرمقالې کې راغلي هغه طالبان چې د پاکستان له زندانونو ازادیږي یا د شکنجې له امله عصبي ناروغان شوي وي او که جوړ وي نو بیرته د جګړو لیکو ته ځي.

محور په دې اړه د منصور دادالله خوشې کیدو ته اشاره کړې چې ویل کیږي اوس په رواني ناروغۍ اخته دی.

انیس:

انیس دولتي ورځپانې د حوت د دریمې نیټې په اوه خپله سرمقاله لیکلي.

د شوروي له یرغل وروسته د ۱۳۵۸ کال د حوت په دریمه د کابل ښار اوسیدونکو پاڅون وکړ.

په سرمقالې کې راغلي د کابل د خلکو پاڅون له یوې خوا په ټول هیواد کې د کمونستي رژیم پر ضد د پاڅون سبب شو او له بلې خوا یې د خلکو ملي یووالی تمثیل کړ.

انیس لیکلي د حوت د دریمې نیټې پاڅون ښيي چې ملي یووالی د ملت د ټولو ستونزو د حل لاره ده.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د حوت د دریمې نیټې په تاریخي پیښې لیکلي.

ورځپاڼې پر دولت انتقاد کړی چې ولې دارنګه ورځې نه لمانځي.

چراغ لیکلي چې د هیواد ځوانان باید د دارنګه ورځو لمانځنه هیره نه کړي، ځکه ددې ورځو لمانځنه د افغانستان ملت منسجم کوي.
XS
SM
MD
LG