د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

په کوم شمېر امریکايي سرتېري به په افغانستان کې پاتې شي؟


د ډیپلوماټ:

د ډیپلوماټ په نوم آنلاین خپرونې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د راتلونکې په اړه د یوې امریکايۍ تحقیقاتي ټولنې نوي راپور په یو مطلب کې تحلیل کړی چې؛ سرلیک یې دی، "د افغانستان په اړه ناسم بحثونه".

ډیپلومات چې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې خپرېږي لیکي؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور پای ته رسېږي؛ څارونکي او خبریالان د هرې ورځې په تېرېدو سره په دې اړه اټکلونه کوي چې؛ له ۲۰۱۴ کال وروسته به په کوم شمېر امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

بله پوښتنه چې خپرونه یې مطرح کوي؛ دا ده چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او ملي موسسو پر پراختیا به نور څومره لګښت راشي.

ډیپلومات لیکي د ولسمشراوباما ادارې چې له افغانستانه وتلو ته لارې څاري ښايي دې پوښتنو ته هغه مهال د ځواب ورکولو هیله درلوده چې؛ اوباما تېره میاشت د امریکا کانګرس او ولس ته کلنۍ وینا کوله؛ خو خپرونه لیکي، لکه څنګه چې د افغانستان په قضیه کې معموله ده، هېڅ مساله هم په آسانه نه حل کېږي.

ډیپلوماټ د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په حواله لیکي؛ د ۲۰۱۴ کال په پای کې د امکان ترحده په افغانستان کې د متحدوایالاتو د پوځي حضور د کمولو د چارو مشري مرستیال ولسمشر جوبایډن ته سپارل شوې او په دې توګه خپرونه اټکل کوي چې؛ د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او هغو ته سلامشورې ورکول ښايي د امریکا د پوځ له اجنډا حذف شي او دا هغه مساله ده چې امریکايي قوماندانان یې د روان ماموریت یوه نیمګړتیا بولي. ډیپلومات خپرونه لیکي، که داسې وشي نو دا به د افغان حکومت د بقا لپاره هم ښايي یو ګواښ رامینځ ته کړي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې هم همدې موضوع ته کتنه کړې او لیکي چې دې راپور د افغان ځواکونو لپاره د بشري سرچینو، لوژستیک، هوايي ځواک او نورو اداري امکاناتو د برابرولو په مقصد د پلان جوړولو په برخه کې د ناټو عمده نیمګړتیاوو یادونه کړې ده.

ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې لیکلي دي، دا څېړنه داسې وخت خپرېږي چې امریکا له افغانستان سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو لپاره د ولسمشرحامدکرزي موافقه نه ده ترلاسه کړې.

ورځپاڼه زیاتوي، د واشنګټن حوصله د ولسمشرکرزي په وړاندې په ختمېدو ده. ګارډین لیکي، د دې تړون لاسلیک چې امریکا ته په افغانستان کې د اډو د لرلو او له ۲۰۱۴ کال وروسته د پوځي حضور حق ورکوي د راروانو انتخاباتو ګټونکي ولسمشر ته انتظار باسي.

په تېره عیسوي میاشت کې د امریکا کانګرس له افغانستان سره په پوځي او پرمختیايي برخو کې تقریبا نیمايي مالي مرستې کمې کړې او د امریکا د دې سخت غبرګون په ځواب کې افغان حکومت څو ورځې مخکې له بګرام زندانه هغه پنځه شپېته بندیان خوشې کړل چې امریکايي چارواکو خطرناک تروریستان بلل.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې متحدایالات او افغان حکومت دواړه له وسله والو طالبانو سره د تماس لپاره جلا، جلا هڅې کوي.
ګارډین د مطلب په پاي کې د دې راپور د مولفینو له قوله لیکي چې وايي، موږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چې اوسني افغان ځواکونه له پوځي لارې طالبان نشي ماتولای خو که تر ۲۰۱۸ کاله د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي نو د سولې د خبرو په وسیله د افغانستان د جګړې د حل امکان زیاتېږي.
XS
SM
MD
LG