د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

فرهمند وویل، چې ښځې باید په دقت خپله رایه ورکړي


په کابل کې په لسګونو ښځو په یوې غونډه کې چې د یوه سیاسي ګوند له خوا ور بلل شوې وه، د راتلونکو انتخاباتو په اهمیت خبرې وکړې.

د افغانستان متحده ملت ګوند مسوولینوله دې ښځو وغوښتل چې؛ په راتلونکو انتخاباتو کې خپله رایه په دقت ورکړي.

د کابل په یوه عصري هوټل کې په لسګونو ښځې چې اکثره یې له نیستمنو کورنیو ښکاریدې، د یوه سیاسي ګوند له خوا د انتخاباتو په اړه یوې غونډې ته وربلل شوې وې.

د افغانستان د متحد ملت ګوند چارواکو وویل، چې دا غونډه د دې لپاره ور بلل شوې چې ښځو په انتخاباتو کې د هغوي د ګډون د ښځو د حقونو د اهمیت په اړه معلومات ورکړل شي.

د پنجشنې په ورځ دې غونډې ته په وینا کې د یاد ګوند د ښځو د کمیټې مشرې فرزانه فرهمند وویل، چې ښځې باید په دقت خپله رایه ورکړي:

"د هیواد له ټولو ښځو چې د رایې ورکولو شرایط یې پوره کړي دي، جدي غوښتنه لرم چې خپله رایه د یوه امانت به توګه یوه داسې ټیم ته ورکړي، چې اوسنیو ستونزو د حل یوه ښه لاره ولري.

دا د هغو ښځو چې تعلیم لري، یوه خطرناکه دنده ده چې په خپلو هلو ځلو سره په ټولنه کې د ښځو ټولنیزموقف رامنځته کړي."


د متحد ملت ګوند چارواکي په هېواد کې د رایې ورکولو د مرکزونو د شمېر د زیاتوالي، ښځو ته د رایې ورکولو د لا ښې زمینې برابرولو او پر انتخاباتو د قوي څارنې غوښتنه وکړه.

دا یو نوی سیاسي ګوند دی چې مشري یي د ولسي جرګې یو غړی عبدالرحیم ایوبي کوي.

د غونډې ګډونوال اکثره هغه ښځې وې چې تعلیم یې نه درلود او د انتخاباتو په اړه هم ډیرې نه پوهیدې.

ځینو یي ان دا هم ویل چې دې غونډې ته په دې بهانه وربلل شوي دي چې هلته مالي کمک ورسره کیږي.

پخوا هم په کابل کې په څو مواردو کې لیدل شوي، چې سياسي ګوندونو او یا شخصیتونو خپلو غونډو او مظاهرو ته یو شمېر خلک په دې توقع ور غوښتي چې مالي مرسته ورسره کیږي.له دې خلکو څخه د سیاسي ګټو لپاره کار اخیستل کیږي.

خو د افغانستان د متحد ملت ګوند مسوولینو ویل، چې د غونډې هدف یې دا و چې ښځو ته د هغوي د حقونو او د انتخاباتو د اهمیت په اړه معلومات ورکړي.
XS
SM
MD
LG