د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د بارک اوباما او حامد کرزي د روابطو څرنګوالی


"کله چې باري د حامد سره وکتل" د هغې مقالې سرلیک دی چې د امریکا یوه خپلواک تحقیقاتي مرکز"ولسن سنټر" خپره کړې ده.

مقاله کرستینا لمب لیکلې چې؛ د ولسمشرانو بارک اوباما او حامد کرزي د روابطو څرنګوالي او د افغانستان پرجګړې د هغوي اغیز ته کتنه کوي.

لمب څو ورځې مخکې په ارګ کې د جمهور ریس کرزي سره خبرې کړي او لیکي:

"په داسې پرمختللي عصر کې چې د ماینونو د موندلو لپاره روبوټ ماشیونه او د تروریستانو د پيدا کولو لپاره بې پيلوټه الوتکې کار کوي، بارک اوباما او حامد کرزي یوه بل ته خطونه استوي؟"

کرستینا لمب پوښتنه کوي چې؛ ایا په کومه بله جګړه کې به هم داسې رهبران وو، چې تردې حده د یوه بل سره موافقت ونه لري؟

لمب په کابل کې د یوه لوړ رتبه دپلومات په حواله ویلي، چې د دواړو ولسمشرانو شخصیتي ځانګړتیاوې ځمکه او اسمان فرق لري.

یو غلی او ارام سړی دی، چې خپل احساسات ښه کنټرولولای شي خو بل یې په شدت بدلیدونکی مزاج لري، احساساتي او له غوغا ډک دی.

لمب لیکي:

"د جمهور ریس کرزي دې وینا په شدت حیرانه کړم چې په تیرو اوو میاشتو کې یي د ولسمشر اوباما سره خبرې نه دي کړي."

جمهور ریس حامد کرزي ویلي:

"ښايي هغوي به فکر کوي چې د افغانستان په څیر د یوه خوار او پر نورو متکي هېواد ولسمشر څنګه د خبرو جرات کوي؟

که داسې وي نو واضح ده چې فکر یې غلط دی ځکه موږ فقیر یو خو بیا هم یو ستر ولس یو."


کرستینا لمب وايي، هغه وختونه تیرشول چې جمهور ریس حامد کرزی به خلکو ته د امریکا د ولسمشر د کلنۍ وینا په غونډه کې مشرمیلمه وو او د فصاحت اوازې یې ټولې نړۍ ته خپرې شوې وې.

پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش به هره اونۍ د جمهور ریس کرزي سره خبرې کولې، په مسایلو یې خبراوه او اهمیت یې ورکاوه.

خو لمب وايي، حامد کرزی او بارک اوباما ډير مشترک ټکي لري چې دا دواړه رهبران یې باید سره نږدې کړي وای.

مثلا، دواړه ولسمشر تقریبا همزولي دي.

کرزی شپږپینځوس کلن اوباما دو پينځوس کلن دی.

دواړه له مطالعې او خپلو ماشومانو سره ډيره مینه لري.

دواړو د داسې ښځو سره ودونه کړي چې مخکې ېې کارونه کول خو د دوي په خاطرپه کور ناستې دي.

کرستینا لمب وايي، د جورج ډبلیو بوش ادارې هغه اسناد چې ویکي لیکس افشا کړل څرګندوي چې جمهور ریس حامد کرزی ته د مودب او ملیح سړی په سترګه کتل کیدل.

خو دا تصویر ولې بدل شو؟

جمهور ریس حامد کرزي ویلي، چې د کابل او واشنګټن روابط د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ له وخته د سړیدو په حال کې وو.

ولسمشرکرزي ویلي:

"زموږ روابط له هغه وخته چې امریکايي قوماندانانو زما دې خبرې ته پام نه کاوه چې د افغانانو کلتور ته باید درناوی وشي، په پاکستان کې يې د وسله والو د ځالو د له منځه وړلو لپاره ډير څه نه کول او ملکي تلفات زیاتیدل، پيچلي شول."

خو په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر کارل ایکن بیري ویلي، چې ولسمشرحامد کرزي د خپلې ادارې له ضعفه د خلکو د پام د لیرې کولو په خاطر پر امریکا د ملامتۍ اچولو تاکتیک خپل کړی وو.

کریستینا لمب د مختلفو اروپايي او امریکايي دپلوماتانو نظرونه را اخیستي او په پای کې یې د بهرنیو چارو د پخواني وزیرعبدالله عبدالله په حواله لیکلي:

"زه پخوا لا پوهیدم چې جمهور ریس کرزی به موږ په خطرناکو لارو بوزي او په دوامدار ډول مې په واشنګټن کې خلکو ته خبرداری ورکاوه. خو هغوي هغه وخت زما خبره نه اوریده او اوس چې ډير ناوخته شوی راسره همنظره دی."

کرستینا لمب لیکي: هرڅه چې وي، دا غربیان وو چې جمهور ریس کرزی یې انتخاب کړ او قدرت یې ته ورساوه نو ښايي جمهور ریس اوباما هم کولای شوای چې یو زنګ ورته ووهي؟
XS
SM
MD
LG