د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

طالبان وایي، له امریکایانو سره یې د بندیانو د تبادلې خبرې څیړلي


داسې راپورونه خپاره شوي دي، چې د طالبانو د پنځو مشرانو د خوشې کېدو لپاره د امریکا او طالبانو د خبرو لپاره ارتباط ټینګ شوی دی.

اسوشیتد پریس اژانس ته د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي، چې واشنګتن له طالبانو سره غیر مستقیم خبرې پیل کړي دي.

د دغه طالب چارواکي په وینا ویل شوې دي، چې دا خبرې د اووه ویشت کلن امریکایي برمته عسکر بوې برګډال د تبادلې لپاره دي.

داسې باورکېږي چې؛ برګډال پنځه کاله مخکې په پکتیکا کې برمته شو او اوس په پاکستان کې ساتل کېږي.

دی لومړی امریکایي پوځي دی چې د څه باندې دولس کالنې جګړې په ترڅ کې طالبانو یرغمل کړی دی.

روانه اونۍ د سپیني ماڼۍ ویاند جي کارني په واشنګتن کې له طالبانو سره د برګډال په اړه خبرو ته په اشارې وویل:

"موږ له اوږدې مودې راهیسې دا خبره کړې ده چې؛ د افغانانو په مشری له طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو ملاتړ کوو او موږ له طالبانو سره په هیڅ راز عملي خبرو کې ګډون نه دی کړی خو که چېرته خبرې بیا بيل شي په یقین سره چې موږ غواړو چې د برګډال د برخلیک په باره کې وغږیږو"

تیر ځل امریکایانو له طالبانو سره د جون په میاشتې کې خبرې کړې وې د دې خبرو په اړه واشنګتن پوسټ ورځپاڼې لیکلي دي، چې طالبان وروسته تردې له خبرو په شا شول چې امریکا د دوی د پنځو مشرانو د خوشي کېدو لپاره دا شرط کېښود چې تدریجي به یې خوشي کوي او ضمانت به یې کېږي چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ځي.

د تازه خبرو په اړه د طالبانو د چارواکي په وینا چې وایي دی د خپل مشر له لورې اجازه نه لري چې له رسنیو سره وغږیږي په وروستیو دوو میاشتو کې په منځني ختیځ کې له امریکایانو سره غیرمستقیم خبرې شوې دي.

بل لورته یوه امریکایي چارواکي وویل چې امریکایان د خپل برمته شوي پوځي پر سر پر خبرو غور کوي خو دغه چارواکي په دې اړه څه ونه ویل چې خبرې به چېرته کېږي.

اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې دغه امریکایی چارواکې هغه څوک دی چې له طالبانو سره یې په تیرو خبرو کې برخه لرله او دا ځل هم له دې مسالې له نژدې خبر دی، خو د دې خبرو په ارتباط یې نور توضیحات ورنه کړل.

بلې خوا ته په کابل کې یوه افغان چارواکي وویل، چې په وروستیو کې امریکا د کرزي له حکومت سره هم د برګډال د تبادلې په ارتباط په تماس کې ده.

طالبان د امریکایي عسکر د خوشي کېدو په بدل کې د خپلو پنځو مشرانو د خوشي کېدو غوښتنه لري، دوی غواړي چې محمد فضل، عبدالحق وثیق، ملا نور اله نوري، خیراله خیرخواه او محمد نبي له برګډال سره تبادله شي.

دا کسان په ګوانتنامو کې بندیان دي.
XS
SM
MD
LG