د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

پاکستاني جټ الوتکو په شمالي وزيرستان کې بمبار کړى دی


پاکستاني رسنيو د پاکستان د پوځي سرچینو له قوله ویلي، چې ددې هېواد د پوځ جنګي جټ الوتکو د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو بمباري کړې ده.

راپورونه وايي، چې په دغې بمبارۍ کې چې د پاکستان جنګي الوتکو د پنجشنبې په شپه کړې ، د ١٥ بهرنيوسخت دريځه وسله والو په ګډون پکې ٢٠ تنه وژل شوي دي.

راپورونه د پوځي سرچينو له قوله ليکلي، چې د پاکستان جنګي جټ الوتکو د شمالي وزيرستان په هستوي، شوال او خوشحال توري خېل نومي سيمو کې د وسله والو مرکزونه په نښه کړي دي، چې په ترڅ کې يې د وسلو او د بآروتو ډېرى ډيپوګان له منځه وړي او مرګ ژوبله يې اړولې.

پاکستاني جنګي الوتکې په داسې حال کې په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو بمبآري کړې ده، چې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبر اترې پيل شوې وې، خو د طالبانو له خوا تر خونړيو بريدونو وروسته له خنډ سره مخ شوي دي.

ويل کېږي، چې د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د القاعدې، حقاني شبکې او پاکستاني او افغان طالبانو ډېرى مرکزونه او روزنځايونه موجود دي، چې له دې ځايه په افغانستان کې دننه پر بهرنيو ځواکونو او ملي اردو بريدونه کوي.

که څه هم افغان حکومت او د امريکا متحده ايالات له پاکستانه بيا بيا غوښتي، چې په دې سيمو کې دې د ميشتو وسله والو سخت دريځو پر ضد مثبت ګامونه پورته کړي، خو د پاکستان حکومت لا تر دې دمه کومه جدي پرېکړې نه ده کړې.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې ترڅو پورې په شمالي وزيرستان او ددې هېواد په نورو قبايلي سيمو کې د بهرنيو وسله والو مرکزونه او روزنځايونه موجود وي، تر هغې پورې به په افغانستان او پاکستان کې دننه ترورېستي بريدونه روان وي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG