د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

اکراین کې د تروريستي ضد عملياتو ته تياری نيول کیږي


د اوکراين د امنيتي خدماتو اداره وايي، د هغه تاوتريخوالي په ځواب کې چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ۲۶ تنه ووژل شول، په ټول هېواد کې تروريستي ضد عملياتو ته تياری نيسي.

په همدې منځ کې اروپايي اتحاديه او د امريکا متحدو ايالتونه وايي، دوي د وينې بهېدا په خاطر د اوکراين د حکومتي چارواکو پرضد د بنديزونو پر لګولو غور کوي.

ټاکل شوې ده چې د فرانسې، جرمني او پولنډ د بهرنيو چارو وزيران نن (پنجشنبه) په کييف کې له چارواکو سره خبرې وکړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لاورين فابيو پرون په پاريس کې د امريکا له بهرنيو چارو وزير جان کيري سره په يوه خبري غونډه کې وويل:

«د پولنډ او جرمني له بهرنيو چارو وزيرانو سره يوځاي مو، چې ويمر ګروپ بلل کېږي، پرېکړه کړې چې سبا سهار اوکراين ته لاړ شو څو تر غرمې مخکې بروکسل ته تر ګرځېدو وړاندې تازه معلومات ترلاسه کړو او خپلو اروپايي ملګروته يې ورکړو او ضروري پرېکړه وکړاي شو.»

د اوکراين د روغتيا وزارت وويل، د سې شنبې له ورځې په شخړو کې د ۱۰ امنيتي ځواکونو په شمول ۲۶ تنه وژل شوي دي.

د اوکراين د امنيتي خدماتو د ادارې مشر اوليکساندر ياکيمينکو پرون وويل، په تېرو څو ورځو کې شاوخوا يو نيم زر وسلې او يو لک مرمۍ له امنيتي ځواکونو څخه د جنايتکارانو لاس ته ورغلي دي.

له بلې خوا د ناټو عمومي قومندان د اوکراين له پوځي مشرانو سره د خبرو غوښتنه وکړه.

په اروپا کې د ناټو عمومي قومندان جنرال فليپ بريدلوف پرون د اوکراين په مشرانو ږغ وکړ چې د خپلو خلکو پرضد له پوځي ځواکه کار وانخلي.

ده په عين حال کې د اوکراين له نوي پوځي مشرتابه سره د خبرو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، که خلک له کنټروله ووځي د اوکراين تشدد به بې نتيجو پاتې نه شي.

ولسمشر اوباما وويل، بايد دا يقيني شي چې پوځ داسې ګام نه اخلي چې عام ولس مجبوره شي چې په خپله پرېکړه وکړي.

اوباما په اوکراين کې تاوتريخوالي په کلکه وغانده، او دا يې د اوکراين د حکومت مسووليت وباله چې له اعتراض کوونکو سره سوله ييز جوړجاړي وکړي.

اوباما دا خبره پرون په نړيواله سرمشريزه کې د ګډون لپاره مکسيکو ته تر رسېدو وروسته وکړه.
XS
SM
MD
LG