د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

د امريکا سفير له پاکستانيو چارواکيو سره د افغانستان په اړه غږیدلی


په پاکستان کې د امريکا د متحده ايالاتو سفيررچرډ اولسن د پاکستان د کورنيو چارو له وزير چوهدري نثار علي خان سره کتلي او له هغه سره يې د پاکستان او سيمې پر وضعيت خبرې کړي دي.

د پاکستان د دولتي راډيو د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د امريکا د متحده ايالاتو سفير د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د کورنيو چارو له وزير سره کتلي او په دوه اړخيزو اړيکيو سربېره يې ورسره د سيمې، په ځانګړې توګه د افغانستان پر وضعيت مفصلې خبرې کړي دي.

راپورونه وايي، چې د رچرډ اولسن د پاکستان د کورنيو چارو وزير ته ويلي، چې له افغانستان څخه د امريکايي او بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته دا هېواد په سيمه کې يو مهم رول لري او د امريکا متحده ايالات به هڅه وکړي، چې له افغانستانه تر وتلو مخکې د پاکستان ملاحظاتو ته ځواب ووايي.

بل خوا د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو د دفتر ISPR له خوا په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د امريکا د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال لويډ جيمز اسټن د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلااباد کې ددې هېواد د پوځ په عمومي قومندانۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره کتلي.

خبرپاڼه زياتوي، چې جنرال جيمز آسټن له جنرال راحيل شريف سره د سيمې د يو لړ نورو مسئلو په ګډون، د افغانستان پر وضعيت او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته حالت غږېدلى دى.

د پاکستان د سياسي او روانو چارو څآرونکي په داسې حال کې چې په دې هېواد کې په دې وروستيو کې يو لړ مهم بدلونونه رامنځته شوي دي او همداراز د روان کال تر پايه بۀ له افغانستان څخه يو شمېر بهرني ځواکونه ووځي، له پاکستانيو چارواکيو سره د امريکا د متحده ايالاتو د پوځي دولتي مشرانو ليدل مهم بولي.

د سياسي او سيمه ييزو چاروکارپوه ډاکټر عالم يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، امريکا غواړي چې له افغانستاان څخه د خپلو جنګي پوځونو تر وتلو وروسته په سيمه کې وضعيت نورمال وساتي، همدالامل دى، چې دوى پر پاکستان فشار راوړي:

"زما خپل نظر دا دى، چې څو پورې په دې منطقه کې يقينناً چې پاکستان، ايران او ګاونډي هېوادونه چې څومره دي، دوى ته پکار دي چې د سيالۍ په ځاى باندې مثبت کردار ادا کړي، داسې کردار چې دا کوم اور چې په دې سيمه کې بل شوى دى، په هغې اوبه تويې کړي او که چېرې خداى نخواسته داسې ونه کړي، نو په دې کې بۀ يوآځې نه چې افغانستان کې به حالات خراب شي، بلکې په دې منطقه کې به داسې يو اور بل شي چې د افغانستان يو ګاونډى به هم ترې بچ پاتې نه شي."

نوموړى همداراز وايي، چې پاکستان ته پکار دي، چې د خپل کورني او سيمه ييز امنيت لپاره د افغانستان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې د مېشتو نړېوالو ترهګرو مرکزونه او روزنځايونه له منځه يوسي او په خبره يې، چې همدې کې د پاکستان او سيمې ګټه ده.

د يادونې وړ ده، چې د افغان دولت هم په پاکستان کې ددې هېواد د حکومت او د وسله والو پاکستاني طالبانو ترمنځ د
خبرو اترو پر پيل وروسته ويلي وو، چې پاکستان طالبانو ته ډېر لاسرسى لري او دې هېواد ته ښايي چې پر افغان طالبانو فشار راوړي، څو له افغان دولت سره خبرو ته کېني.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG