د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

په پاکستان کې دیره جګ پوړي طالب مشران څوک وژني؟


یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو په پیښور کې د طالبانو په رژیم کې د کډوالو د چارو د وزیر مولوي عبدالرقیب د قتل او په افغانستان کې د سولې په اړه مضمونونه او مقالې خپرې کړي دي.

وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي:

مولوي رقیب چې؛ د افغانستان د سولې په عملیه کې د طالبانو یومهم او سولې ته ژمن مشر و، وژنې یي په افغانستان کې د سیاسي حل په اړه شکونه رامنځ ته کړي دي.

وال سټریټ ژورنال لیکي:

دا نه ده څرګنده چې په پاکستان کې دیره د طالبانو جګ پوړي مشران څوک وژني؟

ايا دا د افغانستان د استخباراتو او که د پاکستان د استخباراتو کار دی او که د طالبانو په لیکو کې د خپل منځي اختلافاتو نتیجه ده. تراوسه د دې وژنې مسولیت چا نه دی منلی.

جمهور رئیس کرزي او طالبانو دواړو د مولوي رقیب وژنه غندلې ده.

وال سټریټ ژورنال لیکي، د طالبانو ویاند هم په یوې اعلامیه کې د مولوي رقیب وژنه غندلې او وایي، چې دښمن به د مجاهدینو په وژلو سره خپلو هدفونو ته ونه رسیږي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

مولوي رقیب د طالبانو له یوه مشراغا جان معتصم سره ډيرنږدې و، د جمهور رئیس حامد کرزي له حکومت سره یي د سولې په خبروکې فعالیت کاوه او څو ځلي یي دوبۍ ته سفرونه کړي وو.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، اغاجان معتصم له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د مشرملاعمر اجازه نه ده ترلاسه کړې.

ورځپاڼه لیکي: په تیرنومبرمیاشت کې د حقاني شبکې مشرنصرالدین حقاني په اسلام اباد کې د هغه کورته نږدې په ډزو وژل شوی و او په ډیسمبرمیاشت کې د طالبانو دوه نورجګ پوړي مشران نورالله هوتک او ملاعبدالمالک هم په کوټه کې وژل شوي وو.

د مولوي رقیب د قتل په اړه ژورنالیست سمیع یوسفزي په Vocative.com کې یوه تحلیلي مقاله خپره کړې او په یوه برخه کې یي راغلي:

د مولوي رقیب نږدې دوستان او ملګري وایي چې؛ نوموړي په دې وروستیوکې دې نتیجې ته رسیدلی و، چې افغانانو ډیرې زیاتې قربانۍ ورکړي او زیاتې ویني يي په افغانستان کې تویې کړي دي.

ده په خپلو طالب ملګرو غږ کړی و، چې په افغانستان کې دې ویني توئیدل بند کړي.

د لیکوال په وینا، مولوي رقیب ته د سخت دریځو طالب مشرانو له خوا ګواښونه هم شوي وو، خو ده د سولې خبرو ته دوام ورکاوه. ده د افغانستان د سولې په اړه سعودي عربستان، ترکیې او دوبۍ ته سفرونه وکړل.

د مقالي لیکوال وړاندې لیکي: مولوي عبدالرقیب یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو پیښور شورا غونډه هغه مهال ګډه وډه کړه، چې د طالبانو د مشرملاعمر د ځای په اړه یي غږ پورته کړ.

ملا عمر له ۲۰۰۱ کال راهیسي چا په سترګو نه دی لیدلی، د مرګ او ژوند په اړه یي ان زیات شمېر متعهد طالبان هم شک لري.

لیکوال د مولوي رقیب د دوستانو په حواله لیکي:

مولوي رقیب د پیښورشورا ته ویلي و، عادي افغانان او طالب جنګیالي باید پوه شي چې؛ ملاعمرژوندی دی او په چارو واکمن دی.

که چېرې د ملاعمر ځای معلوم نه شي نو د طالبانو غورځنګ ممکن متحد پاته نه شي. د مولوي رقیب دې خبرې د طالبانو ځیني مشران په غوسه کړي وو.
XS
SM
MD
LG