د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

پرويز مشرف په لومړي ځل محکمې ته حاضر شو


پاکستان د پوځ پخوانى مشر او ددې هېواد پوځي واکمن متقاعد جنرال پرويز مشرف تر اوږد انتظار وروسته، د سه شنبې په ورځ د پاکستان د سترې محکمې تر نظارت لاندې يوې ځانګړې محکمې ته حاضر شو.

پر پرويز مشرف په ٢٠٠٧ م کال کې په پاکستان کې د اضطراري حالت لګولو او قانون ځنډونې له امله ددې هېواد د اساسي قانون د ٦مادې له مخې، په سترې محکمې کې د خيانت دوسيه روانه ده.

د پاکستان د سترې محکمې تر نظارت لاندې ځانګړې محکمې د روانې مياشت په ٩مه نېټه امر کړى و، چې پرويز مشرف دې د همدې مياشت په ١٨مه نېټه محکمې ته حاضر شي، او د نه حاضرېدو په صورت کې به يې د نيولو امر ورکړل شي.

که څه هم متقاعد حنرال پرويز مشرف نن د خيانت په تور محکمې ته حاضر شو، خو محکمې پر هغه باندې د خيانت تور ونه لګاوه، بلکې د پرويز مشرف مدافع وکيلانو د ځانګړې محکمې پر جوړولو نيوکه وکړه او د مشرف د بيا حاضرېدو نېټه يې هم تمديد کړه.

نوموړى د سترې محکمې له خوا تر شلو زيات ځله غوښتل شوى، چې ايله په دوه ويشتم ځل يې د محکمې امر پرځاى کړ او حاضر شو.

محکمې ته د مشرف تر حاضرېدو وروسته د هغه مدافع وکيل احمد رضا قصوري له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې موږ محکمو ته درناوى کوو او په هر حالت کې يې برلاسى غواړو:

" موږ دا وښودله، چې جنرال مشرف محکمو ته له وړاندې کېدو نه ويرېږي او په مساعد وخت کې به هرې محکمې ته وړاندې شي. نن پرويز مشرف په ناروغ ځان محکمې ته حاضر شو او ثابته يې کړه، چې موږ په پاکستان کې د قانون برلاسى غواړو او د محکمو درناوى کوو."

د پاکستان پخوانى پوځي مشر او پوځي واکمن متقاعد جنرال مشرف د سختو امنيتي تدابيرو لاندې ، چې نزدې ١٢٠٠ دوولس پوليسو او ددې هېواد نيمه پوځي ځواکونو يې امنيت نيولى و، محکمې ته حاضر شو.

متقاعد جنرال مشرف د جنورۍ په ٢مه نېټه د ١٦٠٠ امنيتي ځواکونو په ملتيا، له کوره ووت او ګومان کېده، چې نوموړى به محکمې ته حاضر شي، خو د لارې په اوږدو کې د قلبي ناروغۍ له امله د پنجاب ايالت د پېنډۍ پوځي رروغتون ته ولېږدول شو، چې تر ننه په هماغه روغتون کې و.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د ٦٧ کلن تاريخ په اوږدو کې دا لومړى دى چې ددې هېواد د پوځ مشرا و پوځي واکمن محکمې ته حاضرېږي.

پرويز مشرف څه موده وړاندې له يوې برېتانوي خبري ادارې سره د مرکې پر مهال ويلي وو: د طالبانو مشر ملا فضل الله، بلوڅ خپلواکي غوښتونکي او د سور جومات ځينې کسان مې ژوند ګواښي.

جنرال مشرف د ٢٠٠٧م کال د نومبر په ٣مه نېټۀ په پاکستاني کې اضطراري حالت اعلان کړى و، چې په ترڅ کې يې ددې هېواد اساسي قانون ځنډولى و او د پاکستان د قاضي القضات په ګډون يې ددې هېواد يو شمېر قاضيان پخپلو کورونو کې نظر بند کړي وو.

د پاکستان د قانوني چارو د کارپوهانو د وينا له مخې، که پر پرويز مشرف د خيانت تور ثابت شي، نو ددې هېواد له قانون سره سم به پر عمري بند او يا هم د مرګ پر سزا محکوم شي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG