د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

سعیدي: سوله غوښتونکي طالب مشران دې له پاکستانه ووځي


د سیاسي چارو ځیني کتوونکي وايي، د طالبانو هغه مشران چې د سولې خبرې غواړي، باید ځان له پاکستانه وباسي.

په پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات او د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي، د پاکستان استخباراتي کړۍ او لاسپوڅي یې دارنګه طالب چارواکي ژوندي نه پریږدي.

هغه همدا راز وویل، چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې شل تنو پخوانیو او اوسنیو طالب چارواکو په دوبۍ کې غونډه کړې وه، چې یو یې هم په پیښور کې وژل شوی مولوي عبدالرقیب و.

زموږ همکار احمدزبیر ژمن له ښاغي سعیدي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د طالبانو د رژیم د کډوالو د چارو د وزیر مولوي عبدالرقیب په وژنه کې به دچا لاس وي، ښاغلی سعیدي وايي:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG