د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۰

ملي باور: کاندیدانو ته ښايي چې د کلیاتو پرځای جزیاتو ته راشي


د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ د ازادي راډیو او ملي راډیو تلویزیون په ملي مناظرو خپلې سرمقالې لیکلي دي.

ملي باور:

ملي باور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، که څه هم د بېلابېلو رسنیو له خوا د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ مناظرې وشوې خو د ازادي راډیو او ملي تلویزیون مناظره یوه سراسري مناظره وه.

په سرمقالې کې راغلي دا مناظره ځکه سراسري بلل کیدای شي چې د افغانستان په ګوډ ګوډ کې خلکو ولیدله او وایې وریده.

خو د سرمقالې د لیکوال په باور د سولې، امنیت او ځینو نورو ملي مسایلو په اړه اکثرو کاندیدانو یو شان خبرې کولې.

د ملي باور د سرمقالې په پای کې راغلي کاندیدانو ته ښايي چې د کلیاتو پرځای جزیاتو ته راشي او خلکو ته په ساده ژبه د خپلو پروګرامونو په اړه قناعت ورکړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د ازادي راډیو او ملي تلویزیون د مناظرې په اړه لیکلي:

ویسا لیکي د مناظرې چلوونکي له کاندیدانو وغوښتل، چې د امنیتي تړون او د سولې په اړه د ولسمشر حامد کرزي د دریځ په اړه خپل نظر ورکړي.

په سرمقالې کې راغلي، کاندیدانو د سولې په اړه د ولسمشر اوسنۍ پالیسۍ رد کړه او له امریکا سره یې امنیتي تړون هم د افغانستان په خیر وباله.

خو د سرمقالې لیکوال د ولسمشرکرزي دریځ په حقه بللی او لیکلي یې دي، د جمهوري ریاست کاندیدان باید له تیرو تجربو زده کړه وکړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د افغانستان دولت خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره له نړېوالې ټولنې په داسې حال څلور سوه شپږ میلیونه ډالره غوښتي چې جمهور رییس له امریکا سره خپلې اړیکې خرابې کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي له امریکا سره د اړیکو خرابوالی به د افغانستان نیستمن خلک لا پسې نیستمن کړي.

ملي ارمان پر ولسمشر غږ کړی چې له امریکا سره د اړیکو په اړه په خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي.
محور:

خو محور ورځپاڼې بیا د نړېوالې ټولنې د مرستو په اړه یو برعکس تحلیل وړاندې کړی دی.

محور لیکلي، د افغانستان ولس د نړېوالې ټولنې بلاعوضه مرستو ډیر بد اموخته کړی دی.

په سرمقالې کې راغلي اوس زموږ خلک ترټولو ډیر داسې یو خبر ته سترګې پر لار وي چې په هغې کې د نړېوالې ټولنې له خوا د مرستو ژمنه شوي وي.

په سرمقالې کې راغلي په تیرو دولس کلونو کې د نړېوالې ټولنې مرستو په هېواد کې فساد زیات کړ او تیار دسترخوان ته ناست خلک یې لا پسې لټان کړل.

ورځپانې لیکلي، مهمه دا ده چې خپله افغانان لاس په کار شي او نور د نړېوالې ټولنې د اوږو بار نه شي.
XS
SM
MD
LG