د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

ولې نن افغانان د روس د ماتې ورځ داسې نه لمانځي چې ورسره ښايي؟


کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د دلوې د میاشتې د شپږویشتمې نېټې په اړه چې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو پنځه ویشتمه کلیزه ده، مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

ویسا:

ویسا لیکلي، څومره چې پر افغانستان د روسانو یرغل د غندنې وړ دی؛ همدومره د ولس له بریا سره د جهادي مشرانو ملنډې د غندنې وړ دي.

په سرمقالې کې پوښتنه مطرح شوې چې ولې نن افغانان د روس د ماتې ورځ داسې نه لمانځي چې ورسره ښايي؟

د سرمقالې لیکوال یې په ځواب کې ویلي، دا ځکه چې روس مات شو خو افغان ولس فاتح نه شو.

په سرمقالې کې راغلي که افغان ولس اوس ریښتیني، خواخوږي او وطندوست زعامت ونه مومي نو غمیزې به یې تکرار شي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ د روسانو له وتلو وروسته په پنځه ویشتو کلونو کې د افغانستان په حالت کې کوم خاص توپیر نه دی راغلی.

د افغانانو مرګ ژوبله، غیرمتوازنه اقتصادي حالت، د جنګسالارانو واکمني او بې اتفاتي تراوسه په دې ملک حاکمه ده.

محور لیکلي، د روسانو له ماتې تراوسه یوې لویې کمزورۍ ته اشاره کیږي چې؛ افغانان سیاسي رهبري ته جدي اړتیا لري.

په سرمقالې کې راغلي، راتلونکې انتخابات د یوه زعامت د ټاکلو یو ښه چانس دی.

محور په خلکو غږ کړی چې، داسې کس ته رایه وکړي چې، د هېواد د وضعیت د ښه کېدو تومنه په کې وي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي، د روسانو ماتې د نړۍ د یوه ستر زبر ځواک پر وړاندې د افغانانو ستره بریا وه.

ورځپاڼې لیکلي افغانانو د تاریخ په اوږدو کې زبرځواکونو ته ماتې ورکړې؛ خو د سیاست په ډګر کې یې بیا ماتې خوړلې.

په سرمقالې کې راغلي، ولسمشر حامد کرزي هم له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه مشورتي لویې جرګې ته وویل؛ افغانان د متجاوز دښمن پر وړاندې په جنګ کې کامیابه دي؛ خو په سیاست کې ناکام.

د سرمقالې د لیکوال په باور د بهرنیانو لاسوهنه او د افغانانو ترمنځ بې اتفاقي تر ټولو لوی علت دی چې له امله یې افغانانو تل سیاست بایللی دی.

ملي باور:

ملي باور ورځپاڼې په انتخاباتو کې د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب پر دریځ تبصره کړې چې؛ د جمهوري ریاست له کاندید قطب الدین هلال څخه یې ملاتړ اعلان کړی دی.

په سرمقالې کې راغلي، د ګلبدین حکمتیار وروستۍ دریځ له خلکو سره داسې هیلې پیدا کوي چې؛ ښايي وروسته له جنګي ډلې خپله توجه له جګړې څخه سیاسي فعالیتونو ته واړوي.

ملي باور لیکلي افغان دولت باید له دې حالت څخه په هنر ګټه پورته کړي او له انتخاباتو وروسته هم وسله والو مخالفینو ته د لا ډير سیاسي فعالیت زمینه برابره کړي.
XS
SM
MD
LG