د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د پښتونخوا ګوند محصلينومياشتنى تعليمي کمپاين پيل کړ


د پښتونخوا ګوند د محصلينو سازمان د تېرو درېيوو کلونو غوندې سږ بيا د تعليم لپاره مياشتنى کمپاين کوي. دغه کمپاين به د مارچ تر پينځلسمې نېټې به د کوټې په شمول په ټولو پښتني سيمو کې د لاريونونو او غونډو په وسيله خلک اماده کوي، چې خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې ايالت کې ٣٤ فيصده ماشومان له زدکړو بې برخې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د محصلينو سازمان پښتونخوا سټوډنټس آرګنايزېشن په خلکو کې د تعليم د پوهاوي، زدکړو ته د ماشومانو د کورنيو د اماده کولو او د استادانو د حاضرۍ لپاره پرون مياشتنى تبليغاتي کمپاين کړ. د محصلينو د سازمان مشر کبير افغان خبري غونډې ته په وينا کې وويل، چې د دې کمپاين په ترڅ کې به د کوټې په شمول د ايالت په ټولو شمالي سيمو کې د تعليم د ارزښت لپاره لاريونونه او غونډې کوي، چې د ښوونځيو شاګردان به پکې ګډون کوي:

"له دې واره زموږ بنيادي شعار دا دى، چې (هر بچى په ښوونځي کې) او موږ به کوښښ کوو، چې هر بچى ښوونځي ته راولو، موږ د کمپاين په لومړيو شپو کې يوه سروې کوو، هر کور ته ځو، له هر کسه د ده د بچېانو په هکله پوښتنه کوو، چې څو په ښوونځيو کې دي څو نه دي، څو نجونې څو هلکان دي. لاريونونه به کوو، د لاوډسپيکرانو په وسيله په کليو او په مسجدونو کې اعلانونه کوو، له هغه سره به تبليغاتي پاڼې او اعلانونه چاپوو، پر ټولنيزو رسنيو به خبرتياوې خپروو"

کبير افغان وايي، دوى بې له توپيره په هره سيمه کې تبليغاتي غونډې کوي او د تعليم پوهان په کې خلکو ته پوهاوى ورکوي.

کبيرافغان وايي، دوى د افغان کډوالو کېمپونو ته هم ورځي او هغوى هم دې اماده کوي، چې اولادونه يې بايد له زدکړو بې برخې نه شي:

"موږ هر ځاى ته ځو، په کېمپونو کې چې افغان کډوال وروڼه پراته دي دوى ته هم ورځو او غوښتنه ترې کوو، چې له تاسې سره دا وخت کومې موجودې موقعې دي استفاده ځنې وکړئ او خپل بچې- چې ډېر زيات مشقتونه په کوئ- د علم په ګېڼه يې منور کړئ. دوښمنان چې زموږ په وطن کې زموږ نازک او ګلالي بچېان د خپلو استعماري مقاصدو لپاره استعمالوي، که دا لړۍ پاى ته رسول غواړو، نو هر بچى به ښوونځي ته راولو او په هر ټولګي کې به استاد حاضروو"

يوې خواته بلوچستان د پاکستان له نورو ايالتونو په تعليمي لحاظ وروسته پاته دى، بلې خواته د نجونو د زدکړو فيصدي هم ډېره ټيټه ده. د محصلينو د سازمان يو بل مشر محمودعلي کاکړ وايي، ډېر خلک اوس دې ته تيار دي، چې پخپلو لوڼو زدکړې وکړي، خو وايي بيا هم د خلکو ذهنونه روښانول او په دې برخه کې يې منفي تبليغات له ذهنونو ايستل غواړي:

"زيات خلک زموږ د ګوند دفتر ته راځي او غوښتنه کوي، چې موږ ته د نجونو ښوونځي را خلاس کړئ، موږ د نجونو له زدکړو سره شوق لرو، اوس په خلکو کې شعور راغلى دى، له تعليم سره مينه کوي، خو بيا هم که څوک په نجونو زدکړې کول نه غواړي، موږ يې د قانع کولو کوښښ کوو، چې خپلې نجونې په ښوونځيو کې داخلې کړي. په را روان وخت کې به داسې کلى نه وي، چې هلته د نجونو يا هلکانو ښوونځى نه وي"

سږکال د تعليم لپاره دا مياشتنى کمپاين په داسې حال کې تر سره کېږي، چې ايالتي حکومت له لومړي تر لسم ټولګي پورې د وړيا او لازمي زدکړو قانون تصويب کړى دى، چې له مخې به يې مور و پلار مکلف وي، چې له جايز او پر ځاى عذره پرته خپل اولادونه له زدکړو را ونه ګرځوي. د پښتونخوا د محصلينو د سازمان يو بل مشر نصير ننګيال وايي، د تعليم لپاره د دوى د تېرو کلونو کمپاينونو ډېره مثبته نتيجه ورکړې ده:

"موږ ته استادانو ويلي دي، چې د نورو کلونو په نسبت دا کال بېخي ډېر مور و پلار خپل بچېان زموږ ښوونځيو ته راولي او له موږ سره اوس د ټولګيو د خونو او استادانو کمي دي. هر استاد وايي، چې ستاسې د کمپاين له امله ډېر زيات بچېان ښوونځي ته راځي"

د بلوچستان د تعليم د وزارت د رسمي شمېر له مخې په بلوچستان کې دا مهال ٣٤ فيصده ماشومان له زدکړو بې برخې دي او وايي په دې برخه کې دوولس زره ښوونځيو ته اړتيا ده. د بلوچستان ايالت په اوسني حکومت کې تر تېرو حکومتونو تعليم ته زياته توجه تر سترګو کېږي او د ٢٠١٣- ١٤ کلونو لپاره يې د تعليم لپاره ٣٤ ميليارده ٨٩ ميليونه کلدارې بوديجه ټاکلې ده، چې د تېرو کلونو تر بوديجې ٤٢ فيصده زياته ده.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG