د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

بلاول بوټو وايي، د ترهګرۍ له کبله مو تهذيب له خطر سره مخامخ دى


د پاکستان پيپلز ګوند مشر او د پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو زوى بلاول بوټو زرداري پرون په سيند کې يوه فيسټيوال ته په وينا کې ويلي، چې د ترهګرۍ له امله د پاکستان د خلکو تهذيب له خطر سره مخامخ دى.

بلاول ويلي، چې له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو نتيجه به دا وي، چې خلک د ډبرو زمانې ته ستانه کړي، خو وايي د داسې شريعت نفاذ ته به اجازه ور نه کړي.

د سيند ايالت په «ټټه» سيمه کې پينځلس ورځنى کلتوري فيسټيوال جوړ شوى وو، چې د سيند د کلتور، هنر، موسيقۍ، معمارۍ او تاريخ په اړه پکې شاوخوا پينځه دېرش بېلابېلې نندارې وشوې.

د پاکستان پيپلز ګوند ځوان مشر ځوان سياستوال بلاول بوټو زرداري د شنبې په ورځ د دې فيسټيوال په وروستۍ ورځ په خپله وينا کې پر وسلوالو طالبانو سختې نيوکې وکړې، قريباً د ټولو خبرو تمرکز يې د ترهګرۍ غندنه او د وسلوالو ځپل وو او وسلوال يې د پاکستان د نورو سياستوال غوندې طالبان يا افراطيان نه، په ترهګرو يې يادول.

بلاول بوټو وويل، د سيند د فيسټيوال په وسيله يې ټولې نړۍ ته وښووله، چې موږ ترهګر نه يو، د ترهګرۍ قربانيان يو. ده وويل موږ پر خپل کلتور وياړو، خو اوس مو کلتور او فرهنګ د ترهګرۍ له کبله له خطر سره مخامخ دي:

"زموږ تهذيب په خطره کې دى، زموږ واکمنو، زموږ ځينو تعليمي ادارو، زموږ ځينو علماوو، زموږ ځينو مدارسو موږ ته ريښتيا نه دي ويلي، د مطالعه پاکستان په نامه موږ ته ناسم تاريخ را ښوول شوى، د اسلاميات په نامه زموږ د مذهب څېره بدله کړاى شوه، موږ د اسلام او تر اسلام دمخه د را وارد شوي عرب کلتور تر منځ توپير پېژنو"

بلاول بوټو زرداري د پاکستان د حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ مذاکراتو ته په اشارې سره وويل، چې موږ به په دې هېواد کې د طالبانو د خپلې خوښې د شريعت نافذېدو او د ظلم او وحشت واکمنۍ ته اجازه ور نه کړو. وايي، که داسې هڅه وشوه، موږ به يې په وړاندې کلک و درېږو او د ترهګرۍ په خلاف به جګړه اعلان کړو:

"د دې مذاکراتو نتيجه به څه وي، د قوم له لوڼو سره به هماغه چلند کېږي، چې له ملالې يوسفزۍ سره وشو، د قوم زامن به د اعتزاز حسن غوندې په نخښه کېږي، زموږ مېلې او اخترونه به په غم لړلي وو، زموږ خويندو ته به له کوره د وتلو اجازه نه وي، زموږ بچېو ته به ښوونځي ته د تلو اجازه نه وي، زموږ مېرمنو ته به حتى د موټر چلولو اجازه هم نه وي"

بلاول بوټو پخپلو خبرو کې د پاکستان پر هغو سياستوال هم طنز او نقد کاوه، چې وايي د ترهګرۍ د مخالفت پر ځاى، د مصلحت او منافقت سياست کوي. بلاول بوټو تر بل هر وخت په ډېر قهرجن ډول وسلوال طالبان مخاطبول او د هغوى فعاليتونه يې په شدت سره غندل. ده وويل موږ هم له اسلامه سره مينه لرو، هم له خپل کلتور سره مينه لرو، خو وسلوال پر موږ د ځنګله قانون تحميلوي او غواړي د ډبرو زمانې ته مو ستانه کړي:

"د ډبرو د زمانې له وحشته زموږ تهذيب جوړوي او له موږه د ځان غوندې ځنګليان جوړوي، خو موږ پينځه زره کلن تمدن لرو او هغه مهال هم دومره متمدن وو، چې وسلوال اوس هم هغومره مهذب نه دي. زه وسلوالو ته وايم چې سيند د اسلام دروازه ده او له تاسې ترهګرو به د اسلام د ژغورنې جګړه هم دلته وي. په سيند کې به د سولې ګلونه را ټوکېږي، دا ګلونه به زما له پښتونخوا څخه هم را ټوکېږي. تاسې غواړئ د خلکو په وژلو سره د جنت دروازه درته خلاسه شي، خو نه درته خلاسېږي"

بلاول بوټو وويل پلار آصف علي زرداري د ولسمشرۍ په مهال پاکستان له تباهۍ او د اور له لمبو و ژغوره، وايي دا د هغه برکت دى، چې نن په پاکستان کې جمهوري نظام مخ په وړاندې روان دى.

بلاول څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د پوليسو پر بس ځانوژونکي بريد ته په اشارې سره وويل، چې وسلوال غواړي موږ په داسې حملو سره پټه خوله کړي، خو وايي د ترهګرۍ په وړاندې به هيڅکله ماته ونه منو:

"تاسې زموږ د سرتېرو او زړورو پوليسو او پوځيانو په وژلو سره فکر کوئ، چې د نورو غوندې به ما هم پټه خوله کړئ، خو له دې ځايه به پټه خوله نه، زما له زورورې چېغې سره به مخامخېږئ، زه به تاسې داسې د عبرت نخښې جوړې کړم، چې ستاسې په جنازه کې به ستاسې خپلوان هم ګډون ونه کړي"

بلاول بوټو وويل، زموږ مرام د سولې او تعليم عام کول دي، وايي د مينې د پيغام په خپرولو سره موږ دا هېواد د پرمختګ پر لور بېولاى شو.

بلاول بوټو په بريتانيا کې زدکړې کړي او څو کاله وړاندې چې د خپل ګوند مشري ور سپارل کېده، په اردو يې خبرې نه شواى کولاى، خو اوس په روانه اردو ژبه خبرې کوي. د شنبې په ورځ يې چې د سيند کلتوري فيسټيوال ته خبرې کولې، د نورو سياسي غونډو په څېر يې پلار آصف علي زرداري ورسره نه وو، خور يې بختاور بوټو د فيسټيوال د زرګونو ګډونوالو په منځ کې ناسته وه.

رپوټ: بارکوال مياخېل، پاکستان
XS
SM
MD
LG