د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

سي، آر، ايم وايي، په بلوچستان کې دي د کوچنيانو د حقونو قوانين جوړ شي


په کوټه کې د کوشنيانو د حقونو تحريک وايي، په بلوچستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره هيڅ قوانين نه شته. دوى له ايالتي حکومته غوښتي، چي د ماشومانو د ودې او ژغورنې، له ماشومانو د درنو کارونو د اخيستلو د مخنيوي، پر هغوى د تشدد او په زندانونو کې د ماشومانو د روزنيزو مرکزونو د جوړولو لپاره دي قوانين جوړ شي.

«چايلډ رايټس موومنټ» د کوشنيانو د حقونو لپاره د شاوخوا دېرشو غيرحکومتي موسسو، مدني ټولنو، خبريالانو او قانونپوهانو ګډ تحريک دى. د دې تحريک چلوونکي وايي د پاکستان له جوړېدو تر تېر کاله پورې په بلوچستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره قوانين نه دي جوړ شوي، ځکه په ټولنه کې په هره کچه د کوشنيانو پر حقونو تېرى شوى دى.

د ماشومانو د حقونو د تحريک مشر عبدالستار بلوڅ وايي د ايالتي حکومت دا کار ستايي، چي د ماشومانو لپاره يې د وړيا او لازمي تعليم قانون تصويب کړ، خو ورسره دي «د کوشنيانو د ودې او ژغورنې»، «په زندانونو کې د کم عمره کوشنيانو لپاره د روزنيزو مرکزونو»، «په کوشنيانو د مزدورۍ کولو اصلاحي» او «د کوشنيانو د وهلو ترټلو د مخنيوي» قوانين دي هم تصويب کړي. عبدالستار بلوڅ وايي:

«موږ له ايالتي حکومته دا غوښتنه هم کوو، چي د کوشنيانو د حقوقو لپاره نور قوانين دي هم تصويب کړي، چي په حکومتي ادارو کې په بېلابېلو مراحلو کې نښتي دي، بايد لږ بيړه ورباندې وکړي او ژر يې تصويب کړي. څنګه چي نورو ايالتونو کوشنيانو ته د ژغورنې حقونه ورکړي، په زندانونو کې يې روزنيز مرکزونه يې ورته جوړ کړي، په کوشنيانو د درنو کارونو د مخنيوي قانون يې جوړ کړى، په بلوچستان کې هم بايد داسې قوانين جوړ شي»

د ماشومانو د حقونو د تحريک يو بل کارکوونکى حافظ رحمت الله وايي، په پاکستان کې يواځې سږ کال په دې يوه نيمه مياشت کې پر ماشومانو د جنسي تشدد ٣٤ پېښې ثبت شوې دي، چي وايي اکثره د خپلو خپلوانو له خوا ورباندې تشدد شوى. حافظ رحمت الله وايي د بلوچستان په قبايلي ټولنه کې ډېرې پېښې د شرم او پېغور له امله نه رپوټ کېږي، خو که قوانين ورته جوړ شي، ممکن مخه يې ونيول شي:

«ښوونځيو ته د کوشنيانو د نه ورتګ تر ټولو لوى سبب د کوشنيانو وهل ټکول دي، پکار دى په دې اړه قانون جوړ شي او د عملي کېدو لپاره يې هڅې وشي، کوم کوشنيان چي له مجبورۍ سهار يا ماسپښين کارونه کوي، هغوى ته بايد د هنرونو د زدکړې مرکزونه جوړ شي.

له تاڼو نيولې تر جېلونو پورې کوشنيانو ته بايد ځانګړې تاڼې جوړې شي او د روزنې لپاره بايد (بوسټل انسټيټيوټ) ورته جوړ شي، چي هم روزنه وشي او هم چي له زندانه را وځي ښه وګړى ځنې جوړ شي. بايد په کورونو، کارځايونو او خصوصاً په ښوونځيو کې پر کوشنيانو بايد نظر وساتل شي، له هر ډول تشدده و ژغورل شي، په دې اړه چي قوانين جوړ نه شي، پر مخ هيڅ نه شي کېداى»

د بلوچستان د اطلاعاتو له ايالتي وزير عبدالرحيم زيارتواله مي و پوښتل، چي د ماشومانو د حقونو لپاره به د کوشنيانو د حقونو د تحريک وړانديز شوي څلور قوانين به هم د اسمبلۍ په غونډه کې تصويب کړي که څنګه، زيارتوال ازادي راډيو ته په ځانګړې مرکه کې وويل چي زموږ په ټولنه کې کوشنيان د اقتصادي ستونځو له امله له ډېرو کړاوونو سره مخامخ دي، حکومت به يې هڅه وکړي، چي هم د دوى د زدکړو غم وخوري او هم پر کوشنيانو د زور زياتي مخه ونيسي:

«موږ صوبايي اسمبلۍ يا حکومت په انساني توګه چي انسان له کومو ستونځو سره مخامخ دى خصوصاً بچيان، د دې تحفظ لپاره به يقيناً موږ قانون هم جوړوو، چي له دوى کوم جبري محنت اخيستل کېږي، له دې جبري محنته به يې هم خلاسوو. ضروري دا ده، چي موږ بچى له کچره دانه ښوونځي ته کړو، زموږ صوبايي حکومت پر دې پلان هم کار کوي، چي کوم بچيان د زدکړو وس نه لري، د دوى د زدکړو او د کورنۍ خرڅ يې هم برداشت کړو»

د يادونې وړ ده، چي د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ د تېرې جنورۍ د مياشتې پر اته ويشتمه نېټه له لومړي تر لسم ټولګي پورې د کوشنيانو لپاره د وړيا او لازمي تعليم قانون تصويب کړ.

ايالتي حکومت وار له مخه پر ښځو د تشدد د مخنيوي او په مورنيو ژبو د زدکړې قوانين هم تصويب کړي او ټاکل شوې ده، چي سږ به د تعليمي کال له پيلېدو سره تر پينځم ټولګي پورې د بلوچستان په ټولو سيمو کې کوشنيانو ته يو مضمون پخپلو مورنيو ژبو ور ښوول کېږي.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG