د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

بلوڅو وسله والو يو قومي مشر او شپږ نور چارواکي وتښتول


وړمه شپه د بلوچستان له تُمپ سيمې وسلوالو دوه لوړپوړي حکومتي چارواکي تښتولي، پرون د هغوى د را خوشي کولو لپاره له قومي مشرانو سره تر خبرو وروسته پينځه نور حکومتي چارواکي او يو قومي مشر را ستنېدل، چې هغه هم وسلوالو و تښتول. د دغو ټولو حکومتي چارواکيو د تښتونې مسووليت د بلوڅو يوه خپلواکي غوښتونکي سازمان منلى دى.

د ايران پولې ته نيژدې د بلوچستان له تُمپ سيمې وړمه شپه تښتول شوي دوه لوړپوړي حکومتي چارواکي لا د وسلوالو په ولکه کې وو، چې پرون ماځيګر يې د را خوشي کولو لپاره قومي مشرانو ته ورغلي شپږ تنه نور هم وسلوالو و تښتول.

د تربت سيمې لېويز پوليس وايي د جمعې په ماسپښين پينځه حکومتي کسان او يو قبايلي مشر د سيمې له مشرانو سره خبرو اترو ته ورغلي وو او غوښتل يې چې د دوى په مرسته وړمه شپه تښتول شوي حکومتي چارواکي د وسلوالو له منګولو را خوشي کړي، خو د را ستنېدو په وخت د تربت په «ګومازي» سيمه کې په اتو موټرسايکلونو سپاره وسلوالو ورته و درېدل او دوى يې هم و تښتول.

د تربت لېويز پوليس وايي د تښتول شويو چارواکيو د خلاسون لپاره په شپږکسيز پلاوي کې د دشت سيمې مرستيال کميشنر نعيم ګيچکي، د بليده سيمې مرستيال تحصيلدار رفيق احمد، د دشت سيمې تحصيلدار کډان، د لېويز پوليسو مرستيال رسالدار بشام بلوڅ، يو بل لېويز عسکر او يو قومي مشر شامل وو. د بلوچستان اعلى وزير ډاکټر مالک بلوڅ د جمعې په ماښام له رسنيو سره په خبرو کې وويل:

"زموږ د حکومتي ادارو خلک له ولس سره ډېره مينه لري، زه له هغو کسانو- چې دوى يې وړي دي- غوښتنه کوم چې د انتظاميې چارواکي مرستيال کميشنران او لېويز عسکر خوشي کړي، ځکه موږ چې د بلوچستان د ستونځو د حل لاره لټوو، د دوى دا کار به هغه هڅې نورې هم ګډې وډې کړي او له امله به يې موږ ته ستونځې پيدا شي."

د کېچ سيمې مرستيال کميشنر عبدالحميد ابړو او د تمپ سيمې مرستيال کميشنر محمدحسين بلوچ د پنجشنبې په ورځ د ايران او پاکستان پر ګډه پوله باندې له ايراني چارواکيو سره په يوه غونډه کې ګډون کړى وو او له هغه ځايه د لېويز پوليسو په بدرګه را ستنېدل، چې د تمپ سيمې په «آجيان» نومي ځاى کې وسلوال ورته و درېدل او د وسلو په زور يې و تښتول.

اعلى وزير ډاکټر مالک بلوڅ د خبريالانو د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که وسلوال تښتول شوي چارواکي را خوشي نه کړي، په ضد به يې عمليات کوي که څنګه، داسې وويل:

"موږ د عملياتو هيڅ اراده نه لرو، زموږ فکر هم دا دى، چې جنجال مخکې له مخکې په خبرو حل شي، څومره خلک چې هم تښتول شوي، هغوى د دې خاورې اوسېدونکي دي او له دې خاورې سره مينه لري، که وسلوال هغه په حفاظت سره خوشي کړي، دا به د دوى لپاره نېکنامي او ښه کار وي."

د بلوچستان اعلى وزير وايي په کېچ او تُمپ سيمو کې دا لومړى ځل دى، چې وسلوال حکومتي چارواکي او بيا د خبرو اترو لپاره ور تلونکي خلک تښتوي. لېويز پوليس وايي وړمه شپه له دوو لوړپوړيو حکومتي چارواکيو سره شاوخوا شل تنه لېويز پوليس وسلوالو خوشي کړي دي.

د دغو ټولو حکومتي چارواکيو د تښتونې مسووليت د بلوڅو خپلواکي غوښتونکي بلوچ ليبرېشن فرنټ منلى دى. دې سازمان رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويلي، د دغو تښتول شويو چارواکيو په اړه پلټنه کوي، چې دوى له بلوڅانو سره په دوښمني کې لاس لري که نه، تر هغه وروسته به يې د خوشي کولو او نه خوشي کولو په اړه پرېکړه کوي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG