د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

"په پاکستان کې وروستیو بریدونو د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي"


د پاکستان د حکومت له خوا له وسله والو پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د ټاکل شوې کومېټې غړي وايي؛ چې په دې هېواد کې د وروستيو ترورېستي بريدونو له امله د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې اترې له ستونزو سره مخ شوي دي.

د راپورونو له مخې، د حکومت له خوا د ټاکل شوې کومېټې غړيو او د طالبانو استازيو د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې دويمه غونډه وکړه او په دې غونډه کې يې په يو لړ موضوعاتو پرغږېدو سربېره يې په په خيبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو ښارونو کې په وروستيو تروېستي پېښو خواشيني څرګنده کړه.

راپورونه همداراز وايي، چې د پاکستان د حکومتي کومېټۍ غړيو د طالبانو له استازو غوښتي؛ چې وسله وال طالبان دې په دې هېواد کې ترورېستي بريدونه بند کړي. بل خوا د طالبانو استازيو هم پر حکومت غږ کړى؛ چې د طالبانو پرضد دې له عملياتو لاس واخلي، ترڅو مذاکرات پرمخ لاړ شي.

له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د ټاکل شوې کومېټى غړى او په کابل کې د پاکستان پخوانى سفير رستم شاه مومند بيا وايي؛ چې په پاکستان کې د وروستيو ترورېستي پېښو له امله د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ په خبرو کې مشکلات رامنځته شوي دي.

نوموړي په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"چې کوم دا بريدونه او چاودنې کېږي، د دې په وجه ډېر مشکلات راپيدا شوي دي؛ نو کوشش کوو، خو مشکلات ډېر شو، ځکه دا شى خو نه و په کار کنه دا کراچۍ کې چاودنه او دا نور. بس هغوى سره [طالبانو سره] تماس نيول کېږي؛ اوس به معلومات وکړو ورځ دوه کې چې څه وايي؟"

نوموړى همداراز وايي، وسله والو طالبان دې د مذاکراتو په اوږدو کې د مذاکراتو ضد کړنو لاس واخلي، او د سولې د خبرو اترو د کاميابولو لپاره دې بريدونه بند کړي.

د يادونې وړ ده، چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې د پوليسو پر بس ځانمرګى بريد شوى و؛ چې په ترڅ کې يې ١٣ پوليس وژل شوي او تر ٥٠ زيات ټپيان شوي وو.

د راپورونو له مخې، د دې بريد مسووليت پاکستاني وسله والو طالبانو منلى و او د دې تحريک عمومي وياند شاهد الله شاهد له پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې ويلي وو؛ چې دا بريد يې په کراچۍ کې د خپلو ملګرو د وژنو د بدل اخيستو په موخه کړى دى او ترڅو چې حکومت جنګ بندي اعلان نه کړي؛ دا ډول بريدونه به روان وي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG